د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ګوګل په یوه ورځ د خپلې ژباړې برخې ته د نړۍ ۱۱۰ ژبې داخلې کړي


ارشیف
ارشیف

ګوګل امریکایي شرکت اعلان کړی چې په یوه ورځ یې د خپلې ژباړې برخې ته د نړۍ په لسګونو ژبې داخلې کړي چې په‌کې داسې ژبې هم شته چې نن سبا په نړۍ کې نه ویل کېږي.

ګوګل وویل چې په یوه ورځ وتوانېده چې د نړۍ ۱۱۰ ژبې په خپله ژباړه کې ورزیاتې کړي.

ګوګل وایي چې په دې کې د روسیې فدراسیون دننه یو شمېر وړې ژبې هم دي چې په دغو کې د بشکیر، بوریت، چچیني، چواش، میدو ماري، کامي، اوستیایي، سامي، تووان او یاکوت ژبې شاملې شوي دي.

په امریکا کې د انټرنېټ دغه ستر شرکت د جمعې په ورځ دا هم وویل چې دا دومره ډېرې ژبې یې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ په یوه ورځ د خپلې ژباړې سیستم ته داخلې کړي دي.

د روسیې د فدراسیون د وړو ژبو ترڅنګ ګوګل وویل چې یو شمېر افریقایي او د جنوبي امریکا ژبې یې هم ګوګل ته داخلې کړي او ځینې داسې ژبې هم په‌کې شته چې مړې شوي او نن سبا ویناوال نه لري.

ګوګل شرکت لومړۍ ځل د ۱۹۹۸م کال په سپټمبر کې فعالیت پیل کړ او هدف یې د نړۍ د معلوماتو شریکول له ټولو انسانو سره دی.

لومړی ځل په ۱۹۸۴م کال کې پښتو ژبې کمپیوټر ته لاره وکړه او نژدې لس کاله مخکې پښتو د انټرنېټ د پلټونکي پاڼې ګوګل د ژباړې برخه شوه.

په لومړیو کې له ګوګل څخه د پښتو ژباړې ډېرې ستونزې لرلې، خو له یوه کال راهیسې دا ستونزې تر یوه بریده هوارې شوي او نن سبا له نورو ژبو پښتو ته یا له پښتو نورو ژبو ته په ګوګل کې ژباړه د تفهیم وړ ده چې په ځینو مواردو کې ډېره دقیقه ژباړه کوي.

په ګوګل کې پښتو ته ژباړل شوی یو انګلیسي متن
په ګوګل کې پښتو ته ژباړل شوی یو انګلیسي متن

د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې په ۲۰۲۱م کال کې د ګوګل ژبې د یو شمېر اسیایي ژبو ژباړه۶۸ په سلو کې دقیقه وه، خو په تېرو پنځو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره په دې ژباړه کې دقت ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG