د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

مودي له بايډن سره د ټکنالوژۍ برخه کې د همکارۍ پر زياتېدو خبرې کړي


د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هند صدراعظم نریندرا مودي
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم د امریکا د متحده‌‌ایالتونو د څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ له ولسمشر جو بایډن سره د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د دې خبرو لویه برخه د مصنوعي ځیرکتیا په اړه وه چې څرنګه په دې ډګر کې د واشنګتن او نوي ډیلي همکارۍ پراخېدای شي.

ولسمشر بایډن د امریکا د ټکنالوژۍ د شرکتونو یو شمېر مشرانو ته وویل، امریکا او هند به همکارۍ سره زیاتې کړي او په ځانګړي ډول به نوښت ته پاملرنه سره ډېره کړي.

د ښاغلي بایډن په وینا، په راتلونکو لسو کلونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې بدلونونه دومره وي، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې دغومره تغییرات نه‌دي راغلي.

په دې غونډه کې د اپل، ګوګل او د مایکرو سافټ شرکتونو مشران هم وو.

نریندرا مودي ته تر دې غونډې وروسته د غرمنۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بلنه ورکړه.

ده هلته د امریکا او هند ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا همکاري یوه نوي پړاو ته داخله شوې ده.

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، منځ کې نریندرا د خبرو پر مهال او چپ لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس
د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، منځ کې نریندرا د خبرو پر مهال او چپ لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چې د امریکا مرستیال ولسمشره کمالا هاریس یې څنګ ته وه، مودي ته مخ واړاوه او ویې ویل چې واشنګتن او نوی ډیلی دوه ډېر ستراتېژیک شریکان دي.

اغلې هاریس چې مور یې د هند د تامیل نادو ده، د خبرو پر مهال وویل، چې اوس د امریکا او هند د مشارکت کچه تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې ده.

نوموړې وويل: "صدراعظم مودي، ستاسو او ولسمشر بایډن د مشرتابه پر مهال تر بل هر وخت زموږ مشارکت پراخ شوی دی. په تېرو دوه نیم کلونو کې ما او تاسو په بېلابېلو برخو کې له اقلیمي بدلونونو نیولې، تر پاکې انرژۍ، ترورزم پر ضد مبارزې، سایبري جرمونو پر ضد مبارزې او د واکسین تر تولید پورې برخو کې همکارۍ سره زیاتې کړې دي."

که څه هم امریکا او هند د همکاریو د پراختیا خبره کوي، خو رویټرز اژانس د یو شمېر سیاسي کارپوهانو په وینا خبر ورکوي چې واشنګتن له روسیې سره د هند نږدې اړیکو ته خوښ نه‌دی، په ځانګړي ډول وروسته تر دې چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې ده.

نریندرا مودي د امریکا د دې سفر په ترڅ کې چې د سې‌شنبې په ورځ پیل شو، په یوې وینا کې وویل، چې د اوکراین د جګړې له پیله ده پر دیپلوماسي ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

XS
SM
MD
LG