د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

هند کې د جي‌شل هېوادونو غونډه؛ ګډونوال يې د اعلاميې په ورکولو سلا نه‌شول


هند کې د جي‌شل هېوادونو غونډې ګډونوال
هند کې د جي‌شل هېوادونو غونډې ګډونوال

څنګه یې چې تمه کېده د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې دا غونډه تر ډېره د اوکراین د جګړې تر سیوري لاندې راغلې وه او ګڼ تاوده بحثونه پر همدې موضوع وشول.

جي‌شل ډله د ۱۹ هېوادونو او اروپایي ټولنې څخه جوړه ده او د نړۍ د اقتصاد شاوخوا ۸۵ سلنه او د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

که څه هم په دې غونډه کې د بلېنکن او د هغه د روسي سیال سرګي لاوروف تر منځ ناڅاپي لنډه ناسته هم شامله وه، د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامینیم جي شنکر وویل چې، د اوکراین د شخړې په اړه "اختلافونه وو، او له همدې امله د بېلابېلو خواو په متحدولو بریالي نه شول."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، چې په اتو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په یوه صالون کې وو، په چټکۍ سره د غونډې لوری بدل کړ، سره له دې چې د کوربه هېواد هند هیله درلودله چې په نوې ډیلي کې دا غونډه د هېوادونو تر منځ اړیکې جوړې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي ډیپلوماټ وویل چې دا غونډه "د اوکراین په وړاندې د روسیې د غیر موجه جګړې، د ملکي اهدافو په وړاندې د ویجاړوونکي کمپاین او د ملګرو ملتونو د منشور پر اصلي اصولو د برید په خاطر اغېزمنه شوې ده."

د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په وینا، دواړو د غونډې په څنډه کې شاوخوا ۱۰ دقیقې خبرې وکړې.

د چارواکو په وینا، بلېنکن لاوروف ته درې ټکي وړاندې کړل: دا چې امریکا به تر هغه وخته له اوکراین ملاتړ وکړي چې جګړه پای ته نه وي رسېدلي.

بله دا چې روسیه باید د نوي پيل اټومي تړون کې د ګډون ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي او مسکو باید نیول شوی امریکایي پاول ویلان خوشې کړي.

لاوروف د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر چین ګانګ سره خبرې وکړې.
لاوروف د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر چین ګانګ سره خبرې وکړې.

دغه چارواکي د لاوروف د ځواب په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د روسیې خبري اژانسونو د دواړو خبرو پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې دوی دا خبرې هغه وخت کړي چې دواړه پر لار وو نو پر دې اساس کومه رسمي ناسته نه‌ده شوې.

لاوروف د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر چین ګانګ سره خبرې وکړې.

د G20 ډېری مشران ویره لري چې چین ممکن د اوکراین سره د مبارزې لپاره روسیې ته د وسلو ورکولو پرېکړه وکړي خو دوی ترې دا تمه لري چې چین له دې کړکېچه لرې پاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG