د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

مایکروسافټ او ګوګل غواړي څو په وړیا ډول د انټرنېټي خوندیتوب خدمات وړاندې کړي


د ګوګل او مایکروسافټ نښانونه
د ګوګل او مایکروسافټ نښانونه

د ټکنالوژۍ مخکښ شرکتونه مایکروسافټ او ګوګل غواړي په امریکا کې خلکو ته د کمو پیسو په بدل کې یا هم په وړیا ډول د سایبري یا انټرنېټي خوندیتوب خدمات وړاندې کړي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ټکنالوژۍ مخکښ شرکتونه مایکروسافټ او ګوګل غواړي لیرو پرتو روغتونونو ته د سایبري یا انټرنېټي حملو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره وړیا، یا هم کم بیه خدمات وړاندې کړي.

سپینې ماڼۍ او دغو دوو شرکتونو نن دوشنبه دا خبر تایید کړی او دا وروسته له هغې چې تېره چهارشنبه د دغو انټرنټي حملو له کبله د امریکا د متحدو ایالتونو د روغتونونو یوه لویه شبکه ګډه وډه شوه او د ناروغانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړ.

دا تازه اعلانونه د ټکنالوژۍ د دغو لویو شرکتونو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ترمنځ د خصوصي بحثونو نتیجه ده او دغه بحثونه روغتونونو ته د انټرنېټي حملو پر خطر له اندېښنو وروسته شوي دي.

د ګوګل نښان
د ګوګل نښان

تر دغې انټرنېټي حملې وروسته نرسان مجبوره شول چې نسخې او نور طبي راپورونه په لاس ولیکي او له برښنايي دوسیو کار وانخلي.

مایکروسافټ د امریکا په متحدو ایالتونو کې سي‌این‌این CNN شبکې ته په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی به په لیرې پرتو سیمو کې د روغتونونو د لا پیاوړتیا لپاره د خوندیتوب وړیا اپډېټ وړاندې کړي او د روغتونونو کارکوونکو ته به د خوندیتوب پر ارزونو روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

ویل شوي، ګوګل شرکت به هم په لیرې پرتو سیمو کې روغتونونو ته د انټرنېټي خوندیتوب یا سایبرسکیوریټي په اړه وړیا سلا مشورې ورکړي او دغو روغتونونو ته به داسې یو پروګرام پیل کړي، چې له مخې یې د دغو روغتونونو له اړتیا سره سم د ګوګل شرکت له خوا د انټرنېټي خوندیتوب خدمات وړاندې شي.

د سي‌این‌این CNN په راپور کې ویل شوي، دا مهال تر ټولو زیانګالو روغتونونو کې ۱۸۰۰ یې په لیرو پرتو یا کلیوالي سیمو کې دي او دوی ځکه د باج اخیستنې په نیت د انټرنېټي حملو له خطر سره مخامخ دي، چې دوی د معلوماتي ټکنالوژۍ یا آي‌ټي IT د خوندیتوب له کموالي سره مخامخ دي.

ګوګل هم غواړي دغو روغتونونو ته له انټرنېټي حملو د خوندیتوب لپاره منابع برابر کړي او د دغو روغتونونو کارکوونکي د انټرنېټي خوندیتوب په برخه کې وروزي.

د انټرنېټي حملو په نتیجه کې د نورو ستونزو تر څنګ روغتونونه نه شي کولی امبولانسونه ومني او له دې سره د ناروغو ژوند په خطر کې لوېږي.

XS
SM
MD
LG