د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د عزت‌الله ځواب زوی: پلار مې لا هم د طالبانو په بند کې دی


 ليکوال، شاعر او د مینې مجلې مسوول مدیرعزت‌الله ځواب چې د طالبانو په بند کې دی.
ليکوال، شاعر او د مینې مجلې مسوول مدیرعزت‌الله ځواب چې د طالبانو په بند کې دی.

د ليکوال، شاعر او د مینې مجلې د مسوول مدیرعزت‌الله ځواب کورنۍ وايي، له څه باندې يوې مياشتې تېرېدو وروسته هم هغه د طالبانو له بنده نه‌دی خوشې شوی.

د ليکوالانو، ژورنالستانو او فعالانو د نیولو او بندي کولو په دوام ليکوال او شاعر عزت‌الله ځواب د روان کال جنورۍ په ۲۴مه نېټه د طالبانو د حکومت له لوري د کابل پلچرخي سيمه کې ونيول شو.

د نوموړي مشر زوی نصرت ارمان نن ازادي راډيو ته وويل، پلار يې داسې مهال نيول شوی چې غوښتل يې د مينې په نوم د مجلې د ډيزاين او چاپ او يو کس ته د پور د پيسو د بېرته ورسپارلو په موخه جلال‌اباد ته روان و.

ارمان وايي، لومړيو کې په کابل کې بېلابېلو طالب چارواکو دوی ته ژمنه ورکړه چې ځواب به بېرته خوشې کوي، خو په خبره يې نوموړی تر اوسه د طالبانو په بند کې دی.

خو دا چې ځواب ولې نيول شوی، مشر زوی يې نصرت ارمان په‌دې اړه وايي: "د امارت مسوولين وايي، هغه مو له شرابو سره نيولی، په لومړيو کې يې موږ ته د خوشې کېدو ډاډ راکړ، خو وروسته يې وويل چې دوسيه رسمي شوې او محکمه به پرېکړه کوي. پلار مې له تېرو شلو کلونو راهيسې د مينې مجله خپروله او هيڅ سياسي فعاليت يې نه درلود. موږ داسې فکر کوو چې پلار مې يا چا تېر ايستلی او يا د هغه غږ بندولو او شخصيت وژنې لپاره يې ورته دسيسه جوړه کړې."

نصرت ارمان دغه شان وايي، عزت‌الله ځواب په ۲۰۰۵م کال کې هم د مينې مجلې د خپرولو له امله ننګرهار کې تښتول شوی او بيا سخت شکنجه شوی و چې له هغه مهاله ورته رواني ناروغي پيدا او تر اوسه ترې کړېږي.

د بشر د حقونو يو شمېر فعالان هم د ليکوالانو او مدني فعالانو نيول کېدو ته په اشارې سره وايي، طالبان د دې لپاره چې د ليکوالانو، شاعرانو او فعالانو غږ غلی کړي، هغوی نيسي، زوروي او شکنجه کوي يې.

د دوی له ډلې ظريفې غفاري ازادي راډيو ته وويل: "اوسنی نظام چې دی يو دکتاتور نظام دی، هر هغه څوک چې د دغه نظام پر وړاندې غږ پورته کوي، طبعي ده چې طالب يې غلی کوي، هغه که ليکول دی، که شاعر دی او که يو عام انسان هم دی. ځکه دوی د خپل نظام بقا په‌دې کې ويني چې خلک يې پر وړاندې غږ پورته نه‌کړي."

ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

دا چې عزت‌الله ځواب ولې نيول شوی، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د مسوولانو نظر هم ولري، خو وياند يې ذبيح‌الله مجاهد له ژمنې سره سره په‌دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي مخکې ازادي راډيو ته ويلي، د خبريالانو نيول د دوی د ژورنالیستکي فعاليتونو سره تړاو نه‌لري، بلکې د نورو کړنو له امله نيول کېږي.

عزت‌الله ځواب چې د خپل انتقادي شعرونو له امله مشهور دی.

نوموړي د تېر جمهوري حکومت پر مهال د شعر په ژبه په چارواکو توندې نیوکې کولې، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته یې هم وخت ناوخت پر خپل فیسبوک انتقادي لیکنې او شعرونه خپرول.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بياځلي واکمنۍ راهيسې ډېری خبريالان، ليکوالان، شاعران او فعالان نيولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ۶۱ خبریالان نیولي دي او ويلي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ ۱۶۸ قضیې يې مستندې کړي دي.

ياد مرکز ويلي، د نيول شويو خبريالانو له ډلې فارياب کې د ممتاز راډيو مسوول او مدير امين‌الله عالمي او ډايکندي کې د نسيم راډيو مسوول سلطان علي جوادي د طالبانو له لوري په يو کال بند محکوم شوي او اوسمهال په زندان کې دي.

دغه راز د طالبانو حکومت په زندان کې اوسمهال معترضه مېرمن منيژه صديقي او د زده‌کړو د حقونو دوه فعالان صديق‌الله افغان او احمد فهيم هم ورځې او شپې تېروي، هغه فعالان چې نيونه يې د طالبانو حکومت تاييد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG