د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

مسکو کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو غونډه ؛ " موږ د افغانستان د قضیې سوله ییز حل غواړو، خو طالبان مذاکرات ردوي "


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

مسکو نن پنجشنبه د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه دی چې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې وربلل شوي دي.

د "افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ" په نوم دا کنفرانس چې د روسیې د عدالت ګوند لخوا جوړ شوی، ګډونوالو یې په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه.

که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې خپل حکومت مشروع او ټولشموله بللی، خو د کنفرانس ګډونوالو تر ډېره په خپلو ویناوو کې طالبان د واک په انحصار تورن کړل او وې ویل چې افغانان یې له خپلو حقونو محروم کړي دي.

د کنفرانس د ګډونوالو له ډلې د ملي مقاومت په نوم د وسله والې جبهې مشر احمد مسعود وویل، هڅې یې کړي دي چې د خبرو له لارې د افغانستان مسله حل کړي، خو نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو هر ځل مذاکرات رد کړي دي.

د ملي مقاومت په نوم د وسله والې جبهې مشر احمد مسعود
د ملي مقاومت په نوم د وسله والې جبهې مشر احمد مسعود

احمد مسعود زیاته کړه، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د یوه تیاره ناورین خوا ته تللی، قانون او مشروعیت نه لري او خلک یې له ډېرو حقونو محرم شوي دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، که له افغانستان سره مرسته کوي، لومړی دې د یوه مشروع حکومت په جوړولو کې وکړي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"لومړنۍ کېلي او حل لاره له افغانانو سره مرسته کول دي چې یوه مشروع او منتخب حکومت جوړ کړي. داسې یوه حکومت چې خپلو خلکو ته ځواب ویونکی نه وي او احترام ورته و نه کړي، بې له شکه هغه نه به سیمه او نه هم نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي."

احمد مسعود ادعا وکړه چې طالبان افغانستان د منځنیو پېړیو په ډول مدیریت کوي او د ټوپک په زور خپل فکر په نورو تحمیلوي.

د دې کنفرانس یوې بلې ګډونوالې فوزیه کوفي هم وویل چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۸۰ فرمانونه د ښځو په اړه صادر کړي او دوی یې له خپلو ډېرو حقونو محرومې کړې دي.

نوموړې همدا شان ادعا وکړه چې طالبانو د ښځو مدني او سوله ایز اعتراضونه هم ځپلي دي.

فوزیه کوفي:طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۸۰ فرمانونه د ښځو په اړه صادر کړي او دوی یې له خپلو ډېرو حقونو محرومې کړې دي.
فوزیه کوفي:طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۸۰ فرمانونه د ښځو په اړه صادر کړي او دوی یې له خپلو ډېرو حقونو محرومې کړې دي.

اغلې کوفي وویل:

"طالبانو دا ثابته کړې ده چې یوه ښه جنګي ډله ده، خو یوه ډله نه چې حکومت کول یې زده وي. نن د ښځو یوې وړې ډلې طالبان دومره ننګولي دي چې طالبانو نه یوازې دا ښځې زنداني کړي، بلکې د کورنۍ غړي یې هم ورسره زنداني کړي دي، هغه اصل چې د دین، فرهنګ او بشريت په هېڅ ځای کې نشته."

مېرمن کوفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د متناقضو سیاستونو په ځای دې د افغانستان په وړاندې خپل مسولیت ادا کړي.

په مسکو کې د جوړ شوي کنفرانس د څرګندونو او غوښتنو په اړه مو په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین غبرګون هم وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې د ښځو د حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ مسله بللې .

د مسکو په کنفرانس کې د احمد مسعود او فوزیې کوفي ترڅنګ د مقاومت جبهي غړي احمد ولي مسعود، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د شورا غړي محمد محقق، د تېر جمهوري حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د ولسي جرګې مخکینۍغړې شکریې بارکزۍ او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو برخه اخیستې ده.

روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی - تصویر له ارشیفه
روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی - تصویر له ارشیفه

د مسکو کنفرانس ځینو نورو ګډونوالو هم په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت د جوړېدو لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ، خو همدا شان یادونه یې هم وکړه چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شي، دوی به خپل وسله وال مقاومت پراخ کړي.

په روسیې کې داسې مهال د طالبانو مخالفان راټولېږي، چې یاد هېواد تر دې مخکې د مسکو فارمټ په څېر د افغانستان په اړه په جوړو شویو ناستو کې د طالبانو کوربه توب هم کړی، لا هم د طالبانو له حکومت سره اړیکې پالي او په مسکو کې د افغانستان سفارت یې هم طالبانو ته سپارلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG