د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده وغځول شوه


د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.

دا پرېکړه‌لیک چې مسوده یې د هسپانیا له‌خوا د اروپایي ټولنې په استازیتوب د بشري حقونو د ٤٦ غړیو شورا ته وړاندې شوی و، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ٥٤مه غونډه کې پرته له رایې اخیستنې تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا

په دغه پرېکړه‌ليک کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ټولو هغو پالیسیو او اقداماتو څخه لاس واخلي چې د افغانانو اساسي حقونو تر پښو لاندې کوي او خپلې پالیسۍ دې له هغو نړيوالو اعلاميو او ميثاقونو سره عیارې کړي چې د افغانستان له‌خوا لاسليک شوي دي.

پاکستان او چین د دې پرېکړه‌ليک د تصویب مخالفت وکړ، خو د رایې اخیستنې غوښتنه یې ونه کړه.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې په تېرو دوو کلونو کې نړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو شاهده ده او د طالبانو له‌خوا سختو محدودیتونو د ښځو اساسي حقونه او ازادي له منځه وړې ده.

اندېشه زیاته کړه: "د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر ضد یو لوی جنایت دی او جنسیتي اپارټایډ ګڼل کېږي چې د طالبانو حکومت په زړه کې یو سیستماتیک تبعیض دی. ښاغلی رییس! مونږ د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو او د ډلې له هڅو يې هرکلی کوو."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه

پاکستان او چین تر دې مخکې د دغه پرېکړه‌لیک مسوده رد کړې او مخالفت یې کړی و.

د چین استازي استدلال کړی و چې د طالبانو حکومت باید پرېښودل شي چې کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د پاکستان استازي ویلي وو چې د ریچارډ بېنیټ د ماموریت غځول د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی.

د طالبانو حکومت ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د چهارشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه د هغه د ماموریت د تمدیدولو لپاره مننه وکړه او د بشري حقونو د ښه‌والي او ملاتړ لپاره د خپلواکو او بې طرفه راپورونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا زیاتو هڅو خبره وکړه.

بېنیټ تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه خپاره کړي او په دې وروستیو کې یې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان خلک له یوه بشري ناورین او له داسې رژیم سره مخ دي چې له بشري حقونو څخه یې په پراخه کچه سرغړونه کړې ده، خو د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د ماموریت دوام د افغانستان په اوسني وضعیت کې یوه اړتیا ګڼي.

یوه له دغو فعالانو نایرې کوهستاني ازادي راډيو ته وویل: "ښاغلي بېنیټ خپل په راپورونو کې تر پنځوسو زیاتو هغه محدودیتونو ته اشاره کړې چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي دي. له همدې امله د کار دوام ته يې هيله منې یو. موږ داسې خلکو ته اړتیا لرو چې وشي کولای د افغانستان له دننه مستند راپورونه بهر ته وړاندې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپله وروستۍ ارزونه کې وویل چې له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې یوځل بیا واک ته ورسېدل، په دغه هېواد کې بشري وضعیت خراب شوی دی.

طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان دې ارزونې ته هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG