د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۰

ټرمپ په محکمه کې: بې ګناه یم؛ قاضۍ: که پړ شوې ۵۵ کاله بندي کیږې


د ډونالډ ټرمپ د محاکمه کیدو یوه څنډه
د ډونالډ ټرمپ د محاکمه کیدو یوه څنډه

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګتن ډي سي کې یوې فدرال محکمې ته ورغی او ویې ویل چې بېګناه دی.

دا درېیم وار وو چې ټرمپ محکمې ته حاضر شو.

د ډونالډ ټرمپ محاکمه د مازدیګر د څلور بجو وروسته پداسې حال کې پیل شوه چې په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ټرمپ باندې تور لګول شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅه یې کړې.

د هغه پلویانو بیا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کپېټول هېل باندې یرغل ور ووړ.

د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له یرغل وروسته وضعیت - ارشیف
د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له یرغل وروسته وضعیت - ارشیف

له پولیسو سره په اخ او ډب کې پنځه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر پولیس ټپیان شول.

د امریکا پخوانی ولسمشر د همدغو تورونو د سپیناوي په باب فدرال محکمې ته ورغوښتل شوی وو.

د ټرمپ دا محاکمه علني نه وه، خو ځینو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې چې محکمې ته ورشي.

رویټرز راپور ورکړی د فدرال محکمې قاضي ماکسیلا اوپادیا ټرمپ ته وویل، که په څلورو جرمي فقرو کې چې په ده یې تور لګېدلی پړ وبلل شو، نو ۵۵ کاله بند باندې محکومیدای شي.

د ټرمپ د محاکمې پر مهال امنیتي تدابیر
د ټرمپ د محاکمې پر مهال امنیتي تدابیر

ټرمپ، قاضي ته په ځواب ویلي چې بېګناه دی.

د ټرمپ بله استماعیه غونډه د اګست ۲۸ ته پلان شوې.

ټرمپ، چې د امریکا د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو تر منځ مخکښ بلل کېږي ویلي چې دا د امریکا لپاره یوه غمجنه ورځ ده.

هغه د محاکمې بهیر ته په اشارې ویلي، چې دا د یوه سیاسي مخالف ځورول دي.

د ده په خبره، داسې کار باید په امریکا کې ونه شي.

XS
SM
MD
LG