د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

ډونالډ ټرمپ د فلمونو يوې لوبغاړې ته د حق‌السکوت ورکولو په تړاو رسماً تورن شو


د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سټورمي ډنیلز په نوم د پورن فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق‌السکوت د ورکولو په تړاو رسماً تورن شو.

د پنجشنبې په ورځ قضايي پلاوي پرېکړه وکړه چې د امریکا پخوانی ولسمشر باید په دې خاطر رسماً تورن شي چې سټورمي ډنیلز ته یې ۱۳۰ زره ډالر ورکړي چې خوله پټه کړي او څه ونه وايي.

که څه هم تر اوسه پورې د ټرمپ خلاف د تورونو جزییات ډېر څرګند نه‌دي خو دا به د متحدو‌ایالتونو د یوه پخواني ولسمشر خلاف د جرم لومړنۍ دوسیه وي.

د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلې سوزان نیچل دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې، موکیل یې هیڅ جرم نه‌دی کړی خو له دې سره سره به دا په محکمې کې د دې دوسیې په وړاندې، چې هغې سیاسي وبلله، دفاع وکړي.

د منهټن د سیمې څارنوال الوین بیزګ ته دنده سپارل شوې وه چې دونالډ ټرمپ او د هغه وکیلانو ته خبر ورکړي.

ټرمپ په فلوریدا کې اوسي خو ګومان کېږي چې د نیول کېدو او د محکمې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.

ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې د منهټن څارنوال الوین بیرګ ته، چې د دې دوسیې مسوول دی، بد رد ویلي.

د ده د مدافع وکیلانو ډله وايي، نوموړی به راتلونکې اوونۍ پخپله ځان تسلیم کړي.

د امریکا خفیه پولیس به، چې د دغه هېواد د اوسني او پخوانیو ولسمشرانو د ساتنې مسوولیت لري، د محاکمې په لړ کې امنیتي تدابیر غوره کړي.

ټرمپ باید د نورو کسانو په شان، چې په جرم تورن شوي وي، هغه مراحل بشپړ کړي چې تورن کسان یې تېروي لکه د ګوتو د نښو ورکول او عکس اخیستل.

ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې د منهټن څارنوال الوین بیرګ ته، چې د دې دوسیې مسوول دی، بد رد ویلي.

الوین بیرګ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، دوی هره دوسیه په خپله قضايي دایره کې د حقایقو، قانون او شواهدو پر اساس څېړي.

سټورمي ډنیلز ویلي چې دونالډ ټرمپ په ۲۰۰۶ کې له دې سره جنسي اړیکې لرلې
سټورمي ډنیلز ویلي چې دونالډ ټرمپ په ۲۰۰۶ کې له دې سره جنسي اړیکې لرلې

له بلې خوا سټورمي ډنیلز ویلي چې، دونالډ ټرمپ په ۲۰۰۶ کې له دې سره جنسي اړیکې لرلې او دا هغه وخت و چې له اوسنۍ مېرمنې منیلا ترمپ سره یې د واده یو کال تېر شوی و.

د ډونالډ ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د محاکمې په لړ کې وویل، د ښاغلي ټرمپ په امر او له هغه سره په مشوره یې سټورمي ډنیلز ته یولک او ۳۰ زره ډالر ورکړل چې د دې موضوع په اړه خوله پته کړي.

خو ډونالډ ترمپ له مېرمن ډنیلز سره د اړیکو لرل ردوي او په وروستیو کې یې د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» له لارې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې که د ده د نیولو امر وشو، نو اعتراض پرې وکړئ.

ټرمپ حاضردمه د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوري‌پال ګوند د کاندیدانو د لېست په سر کې دی.

د امریکا په قانون کې داسې ماده نه‌شته چې که د ولسمشرۍ یو کاندید مجرم وپېژندل شي، د انتخاباتي کمپاین په وسیله دې حتي له بنده خوشې شي.

XS
SM
MD
LG