د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

امريکا او اروپايي ټولنه د اټومي تړون د بيا ژوندي کېدو په اړه د ايران پر ځواب غور کوي


د امريکا او اروپايي ټولنې بيرغونه
د امريکا او اروپايي ټولنې بيرغونه

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه هغه ځواب مطالعه کوي چې ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره وروستۍ موافقې ته ورکړی دی.

ایراني رسمي او نیمه رسمي رسنیو ویلي چې ښایي یوه موافقه ترلاسه شي، خو اروپایي ټولنې چې په دې اړه خبرې همغږي کړي ویلي چې دا به له وخته مخکې وي چې وویل شي د یوې موافقې ترلاسه کېدو ته نږدې شوي دي.

وروسته له هغې چې تهران وړمه ورځ د اروپایي ټولنې همغږه کونکي ته خپل نظرونه د ایران د اټومي تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره د یوې نهایي موافقې د متن په اړه وړاندې کړل، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې پرون وویل چې د ایران پر ځواب غور کوي.

واشنګټن پرون وویل چې د دغې موافقې په اړه یې خپل نظر په خصوصي ډول د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل ته وړاندې کړ.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزیپ بوریل یوې ویاندې نبیلا مسرالي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې ټول اړخونه پر وړاندیزونو غور کوي او اوس د دې وخت نه‌دی چې وویل شي کله به یوه موافقه نهایي کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د اروپایي ټولنې له لارې یې د ایران نظرونه ترلاسه کړي او هغه مطالعه کوي.

دې ویاند همدارنګه ویلي چې خپل نظرونه به له اروپایي ټولنې سره شریک کړي.

د یوې موافقې احتمال چې ممکن له مخې یې د ایران د تېلو پر تولید د متحدو ایالتونو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شي، له مخکې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې کړي دي.

د امریکا په بازارونو کې وړمه ورځ د تېلو بیه نږدې درې سلنه رالوېدلې او د یوه بیرل هغه یې له نوي ډالرو ښکته شوې ده.

که موافقه وشي ایران به اجازه ولري چې د ورځې دونیم ملیون بیرله تېل تولید او بهر ته صادر کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال واشنګټن له دغه تړون څخه چې په ۲۰۱۵ کال د ایران، امریکا، جرمني، فرانسې، برېتانیا، روسیې او چین ترمنځ لاسلیک شوی، په یوه اړخیز ډول و ایست او پر ایران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

له هغې راهیسې ایران په دغه تړون کې کړې ژمنې په تدریجي ډول تر پښو لاندې کړي دي.

د ایران دولتي او نیمه دولتي خبري اژانسونو ویلي چې یوه موافقه ښایي ترلاسه شي خو تهران په خپلو پخوانیو غوښتنو ټینګار کړی او غواړي له واشنګټنه ځینې امتیازونه چې هغه یې نه‌دي مشخص کړي، ترلاسه کړي.

ایرنا خبري اژانس وویل، له متحدو ایالتونو سره به یوه موافقه وشي که واشنګټن د ایران ځواب ته په واقعیت او انعطاف سره غبرګون وښيي.

ایسنا خبري اژانس پرون وویل چې تهران تمه کوي چې تر دوو ورځو پورې د نورو اړخونو ځواب ترلاسه کړي.

د اروپایي ټولنې متن ته د ایران د ځواب په اړه جزیات نه‌دي څرګند شوي خو ایرنا مخکې ویلي چې ځینې اختلافات پاتې دي.

د دې اژانس په خبره پر درې موضوعاتو اختلافونه شته چې متحدو ایالتونو یې د دوو په اړه شفافي انعطاف ښودلی خو هغه باید د نهایي موافقې په متن کې شامل شي.

درېیمه موضوع د دغه تړون د دوام له تضمین سره تړلې او ویل شوي چې هغه د متحدو ایالتونو په واقعبیني پورې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG