د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د ايران بهرنيو چارو وزير: د اټومي لانجې د حل لپاره د ډيپلوماټيکو هڅو هرکلی کوو


د ايران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان
د ايران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان

د ایران دولتي رسنيو په حواله د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له نړیوالو قدرتونو سره د اټومي لانجې د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو هرکلی کوي.

د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې تر دې یوه ورځ مخکې د اروپايي ټولنې عالي رتبه ډیپلوماتانو د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره نوې مسوده پېشنهاد کړه.

د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ له دې موافقې امریکا په ۲۰۱۸م کال کې ووتله او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل ته پرون چهارشنبه په ټلیفوني خبرو کې ویلي ایران د ډیپلوماسۍ او مذاکرو د دوام هرکلی کوي.

عبداللهیان زیاته کړې، چې د امریکا متحد ایالتونه هم باید اوس دا ثابته کړي چې د یوې موافقې غوښتونکې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې امریکا هر وخت داسې ښيي چې د یوې موافقې غوښتونکې ده، خو دغه چلند یې باید په عملي ډګر کې ولیدل شي.

ايران اټومي پروګرام
ايران اټومي پروګرام

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل پرون ویلي، دا د هغو لوریو لپاره د پرېکړې شېبه ده، چې له اوږدې مودې راهیسې په ویانا کې په مذاکرو بوخت وو او غواړي د ایران اټومي موافقه ژوندۍ وساتل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا هم پرون د ایران د اټومي تړون په اړه په خپله تبصره کې ویلي، د دې تړون بشپړ رعایت ته ستنېدل لا هم امکان لري.

هغې ویلي د دې کار لپاره څومره ژر چې ممکنه ده د ایران مثبت ځواب ته هم اړتیا لیدل کېږي.

ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو: د امریکا متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني، بریتانیا، روسیې او چین سره اټومي تړون په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک کړ.

د تړون له مخې ایران خپل د یورانیمو غني کول تر ډېره حده محدود کړی و، په بدل کې له ایرانه ځینې اقتصادي بندیزونه لیرې کړای شوي وو.

دغه تړون وروسته له هغې له کړکېچ سره مخامخ شو، چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه په یواړخیز ډول ووت او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG