د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

ايران له اروپايي هېوادونو سره پر اټمي تړون خبرې کوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر چين ته تللی چې د ۲۰۱۵ میلادِ کال له اتمي تړونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وتلو وروسته له چینايي مشرانو سره وویني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه وویل، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف به د ایران د اټمي مسئلې پر انکشافاتو له اړوندو چینايي چارواکو سره نظر تبادله کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې ظریف به د روان سفر په دوام کې مسکو او بروکسل ته هم لاړ شي.

چين، روسيې، بريتانيا، جرمني، فرانسې او د امريکا متحدو ايالتونو په ٢٠١٥میلادي کال کې له ايران سره دغه تړون لاسليک کړى چې له مخې يې له ايرانه د اقتصادي بنديزونو د کمېدو په بدل کې تهران خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

د ايران دولتي ټلوېزيون راپور ورکړى چې ښاغلى ظريف به د چين تر سفر وروسته روسيې ته لاړ شي، بيا به بروکسل ته ځي چې د اټمي تړون د برخليک په اړه د جرمني، بريتانيا او فرانسې له رهبرانو سره وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر
د ایران د بهرنیو چارو وزیر

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف څخه يې غوښتنه کړې له اروپايي هېوادونو، چين او روسيې سره په راتلونکو اوونيو کې مذاکرې وکړي.

ايران له اروپايي ټولنې په ځانګړي ډول جرمني، فرانسې او بريتانيا غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له اټمي تړونه د امريکا تر وتلو وروسته خپل دريځ اعلان کړي چې د اټمي تړون په چوکاټ کې د ايران ګټې څنګه پرځاى او تضمينېدلاى شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له اوږدې مودې راهيسې يې پر دغه اټمي تړون انتقاد کاوه، ويلي چې تهران د بالستيک توغنديو په ازمويلو او په سيمه کې د افراطي وسله والو په ملاتړ سره د دغه تړون له موادو سرغړونه کوله چې دى يې اړ کړ د تېرې سې شنبې په ورځ له دغه تړونه ووځي.

دې مسئلې په منځني ختيځ کې د شخړې خطر، د اروپايي متحدانو غوسه او په نړۍ کې د تېلو د بيو لوړېدو له کبله غيريقيني حالت زيات کړى دى.

خو نورو هېوادونو چې دغه تړون يې لاسليک کړى، له واشنګټنه غوښتنه کړې چې له موافقې څخه دې نه وځي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګينګ شوانګ وويل:

"چين د ايران د اټومي مسئلې په تړاو سخت اندېښمن دى او د ايران په ګډون له ټولو ښکېلو لوريو سره د ارتباطاتو دوام ته لېوال دى."

ايران ادعا لري چې اټمي پروګرام يې ملکي اهداف لري او په سيمه کې يې د افراطي وسلوالو د ملاتړ ادعاوې هم رد کړي دي.

جرمني او فرانسه چې له ايران سره د پام وړ تجارتي اړيکې لري او ژمنه يې کړې د اټومي تړون برخه به پاتې وي.

XS
SM
MD
LG