د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

امریکا: ايران داسې توغندي لري چې په سيمه کې زموږ شريکان ګواښي


د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د ايران د بالسټيک توغنديو پر پروګرام د محدوديت پر بيا لګولو کار کوي.

هغه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرونۍ غونډې ته وويل، د دې شورا له ١٥ غړو سره يوځاى په‌دې برخه کې د محدوديت د بيا لګولو هڅه کوي.

مايک پامپئو زياته کړه، د ملګرو ملتونو هغه بنديز چې د ايران پر وسلو يې لګولى، بايد تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې لېرې نه‌شي.

ښاغلي پامپئو د امنيت شورا غونډې ته په وينا کې وويل:

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير

"ايران نن په منځني ختيځ کې د بالستيک توغنديو تر ټولو لوى ځواک لري. ايران د بالسټيک توغنديو څه باندې لس دستګاوې لري چې يا موجودې دي يا د پراختيا په حال کې. په سلګونو داسې توغندي لري چې په وروستيو کې په سيمه کې زموږ شريکانو ته ګواښ پېښوي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه وکړه چې په بندرونو او د سمندرونو په لوړو کې د څارنې او ممنوعيت داسې اقدامات وکړي چې د ايران هغه روانې هڅې شنډې شي چې پر وسلو له بنديزه د سرغړونې لپاره يې کوي.

د امنيت شورا دغه غونډه وروسته له هغې راوبلل شوه چې د ايران يوه وتلي پوځي قوماندان تأييد کړه چې تهران په وروستيو کې د بالسټيک ميزائیلو ازموينه کړې ده. لوېديځو قدرتونو دغه ازموينه وغندله.

فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د هوايي ځواک د قوماندان بريد جنرال امير علي حاجي‌زاده خبرې را اخيستي چې تېره سې شنبه يې ويلي وو:

"موږ د ميزائيلو ازمويلو ته دوام ورکوو او دا وروستۍ ازموينه ډېره د پام وړ وه."

بريد جنرال امير علي حاجي‌زاده
بريد جنرال امير علي حاجي‌زاده

امنيت شورا تېره اوونۍ هم غونډه وکړه چې د ايران د توغنديو د ازموينې پر موضوع چې د ډسمبر پر لومړۍ نېټه شوې ده، بحث وکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو ويلي چې دغه ازموينه د ملګرو ملتونو له ٢٢٣١ نمبر پرېکړه‌ليک څخه سرغړونه ده چې د تهران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د ٢٠١٥میلادي کال د اټمي موافقې د يوې برخې په توګه تصويب شوې وه.

بريتانيا او فرانسې د ايران له خوا د بالستيک توغنديو دغه ازموينه «پاروونکى» اقدام او د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره «په ټکر» کې بللې ده.

خو روسيه چې د ويټو حق لري، د توغنديو د ازمويلو لپاره د ايران د حق دفاع کړې ده.

په ٢٢٣١ نمبر پرېکړه‌ليک کې له ايرانه غوښتنه شوې، د داسې ميزائيلو له ازمويلو ډډه وکړي چې د اټومي وسلې د لېږد توان لري، خو په پرېکړه‌ليک کې په مشخص ډول تهران د ميزائيلو له توغولو نه‌دى منع شوى.

تهران وايي، د ميزائيلو پروګرام يې دفاعي دى او هدف يې د اټمي سروکو-لرونکو ميزائيلو د زېرمې جوړول نه‌دي.

XS
SM
MD
LG