د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

ټاکل شوې نن ويانا کې د ايران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي هوکړې د بيا احيا مذاکرات پيل شي


دا به د مارچ له میاشتې راهیسې چې د ښکېلو لورو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي، لومړۍ غونډه وي.
دا به د مارچ له میاشتې راهیسې چې د ښکېلو لورو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي، لومړۍ غونډه وي.

ټاکل شوې چې نن په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د احیا لپاره د خبرو یو نوی پړاو پیل شي.

دغه خبرې له څو میاشتني ځنډ وروسته پیلیږي او د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې دی هیله من دی د دغو خبرو په نتیجه کې یوه موافقه ترلاسه شي.

ټاکل شوې وه چې نن مذاکره کوونکي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د ژغورلو په اړه د خبرو نوی پړاو پیل کړي.

دا به د مارچ له میاشتې راهیسې چې د ښکېلو لورو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي، لومړۍ غونډه وي.

دغه خبرې له تېر کال راهیسې له دغه تړون سره د متحده ایالاتو د بېرته یو ځای کېدو په اړه پیل شوي دي.

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ میلي د اګست په دریمه وویل چې دی له تمو سره د د خبرو اترو د بیا پیلېدو لپاره ویانا ته پر لاره دی.

ایران د جولای په ۲۵ مه وویل چې د IAEA د څارنې کیمرې به تر هغو بېرته فعالې نه‌کړي چې پر یوې موافقې لاسلیک نه وي شوی.
ایران د جولای په ۲۵ مه وویل چې د IAEA د څارنې کیمرې به تر هغو بېرته فعالې نه‌کړي چې پر یوې موافقې لاسلیک نه وي شوی.

هغه زیاته کړې چې متحده ایالات چمتو دي او په ښه نیت هڅه کوي چې یوه موافقه ترلاسه شي او دا به ډېر ژر روښانه شي چې ایا ایران هم ورته چمتو والی لري.

له امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د شوي تړون له مخې ایران ژمنه کړې چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدودوي.

خو وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه و ایست، تهران په تدریجي ډول له دغه تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړ.

د دغه تړون د بیا را ژوندي کولو د هڅو په ترڅ کې تېره میاشت د اروپايي ټولنې لوړپوړي ډیپلومات جوزیپ بوریل، د جوړ جاړي یو وړاندیز وړاندې کړ او پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې هغه ومني ترڅو د ده په وینا د یوه خطرناک اټومي بحران مخه ونیسي.

د دغه تړون د احیا لپاره د متحده ایالاتو او ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره د اروپایي ټولنې مشر همغږي کونکي د مخه ویلي وچې دواړه خواوې مخکې له دې چې په مارچ کې خبرې په ټپه ودریږي، یوې موافقې ته نږدې شوي و.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره وايي چې پر ایران د کلیدي بندیزونو د لیرې کېدو په شمول دې تړون ته د بېرته ورستنېدو ملاتړ کوي، خو د ایران غوښتنه نه مني چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک دې د ترهګریز سازمان په توګه له تور لېست څخه وباسي.

په هغو خبرو کې چې د اروپايي ټولنې په منځګړیتوب ترسره کېږي، د ایران د پلاوي مشري د دې هېواد اټومي مذاکره کوونکی علي باقري کني کوي.

په دې خبرو کې ښکېل د روسیې ځانګړي استازي میخایل اولیانوف هم په یوه ټویټ کې ویلي چې په خبرو کې د ګډون لپاره بېرته ویانا ته ستون شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل گروسي د اګست په دویمه خبرداری ورکړ چې د ایران اټومي پروګرام ډېر ګړندی مخ په وړاندې روان دی او ظرفیت یې ورځ تربلې زیاتیږي.

ایران د جولای په ۲۵ مه وویل چې د IAEA د څارنې کیمرې به ترهغو بېرته فعالې نه‌کړي چې پر یوې موافقې لاسلیک نه وي شوی.

XS
SM
MD
LG