د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

نړۍ

ويانا کې امريکا او ايران د اټومي تړون د بيا احيا په اړه مذاکره کوي

د ايران اټومي بټۍ
د ايران اټومي بټۍ

د امریکا او ایران لوړ پوړي مذاکره کوونکي ویانا ته ځي ترڅو د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا احیا په اړه خبرې پیل کړي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ میلي پرون وویل چې په همدې هدف ویانا ته روان دی او هېواد یې په ښه نیت یوې هوکړې ته د رسېدو لېوال دی.

هغه زیاته کړه دا به ډېر ژر روښانه شي چې ایا ایران هم دا ډول هدف لري که نه.

د ایراني پلاوي مشر مرکچي علي باقري کني، هم ویانا ته تللی دی.

ټاکل شوې چې خبرې نن بیا پیل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین: د روسیې هوایي برید ۱۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین پر خېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډیدو امکانات نه وو.

د خېرنیهیف والي ویاخیسلاف خاوس ویلي، دغه برید نن سهار لس کم نهه بجې وروسته له هغه وشو چې دغه ښار کې د خطر زنګ ووهل شو.

د خیرنیهیف ښاروال ویلي چې له هوایي برید وروسته سیمه کې د نورو احتمالي تلفاتو لټه پیل شوې ده او په خبره یې، هدف د ملکیانو د هستوګنې یوه ودانۍ وه.

دغه ښار د اوکراین له پلازمېنې کیف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

بېساري ورښتونه؛ متحده عربي اماراتو کې د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شول

د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر
د متحده عربي اماراتو یو هوایي ډګر

په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري ورښت له کبله د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امارت ایرلاین په حواله ویلي چې دوی د نویو مسافرو د لېږد بهیر تر راتلونکې نیمې شپې ځنډولی، خو ویلي یې دي چې یوازې به د ترانزیت مسافرو لېږد دوام کوي، هغه هم په ممکنه ځنډ سره.

د دوبۍ هوایي ډګر چې د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډک یو میدان دی، پر خپله ایکس شبکه/ یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتي چې هوایي ډګر ته دې نه ورځي.

ځایي رسنیو دغه ورښت بې ساری بللی او ویلي یې دي چې د اماراتو په شمالي سیمه راس الخیمه کې د سېلاب له کبله یو ۷۰ کلن کس مړ شوی دی.

په اماراتو کې پرله پسې ۲۴ ساعته باران د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۴۹ کال راهیسې ساری نه درلود.

پاکستان کې د باران او تلندې د مړو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شوي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د باران او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن چهارشنبه د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې تر ټولو ډېر، یعنې ۳۲ کسان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د چتونو د پرېوتو له کبله مړه شوي چې ۱۵ یې ماشومان او ۵ یې مېرمنې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند خورشید انور ویلي، ورښتونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي او په خبره یې ۱۳۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

پاکستان ۲۰۲۲ کال کې سېلونو ۱۷۳۹ تنه مړه کړل او دغه هېواد ته یې د شاوخوا دېرش میلیارده ډالرو په ارزښت زیان واوړه.

په افغانستان کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې ورښتونو او سېلونو لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه کړي دي.

سعودي: پاکستان کې پر اقتصادي پروژو پانګونو ته دوام ورکوو

شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله - ارشیف
شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله - ارشیف

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد به یې په پاکستان کې په اقتصادي پروژو کې د پام وړ پانګونو پلان ته دوام ورکړي.

شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله د دوشنبې په ورځ د سعودي د پلاوي په سر کې د دوه ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته ورسېد څو له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

له دې څو ورځې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې سعودي عربستان غواړي په پاکستان کې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پلان چټک کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان پلاوي ته په پاکستان کې د پانګونې د احتمالي پروژو د څرنګوالي په اړه جزییات ورکړل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره اونۍ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په مکه مکرمه کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سند یې لاسلیک کړ.

روسیه؛ د اشغال شوې کریمیا سیمې په یوه پوځي اډه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

ارشیف
ارشیف

د روسیې له خوا د اشغال شوې کریمیا سیمې د شمالي ښار دژانکوی په یوه پوځي هوايي اډه کې تېره شپه د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د اسټرا پر ټلګرام چینل د سیمې د اوسېدونکو له خوا هغه ثبت شوې ویډیوګانو خپرې شوې چې ظاهرا په دې هوايي اډه کې د اور لمبې او لوی لوګی پکې ښکاري.

خپلواکو سرچینو تراوسه دا راپورونه نه دي تایید کړي او په کریمیا ټاپووزمه کې دېره د روسیې سیمه ایزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا: پر ایران د تېلو صادراتو د کمولو لپاره یې نوي بندیزونه لګوو

د ایران د تېلو زېرمې - ارشیف
د ایران د تېلو زېرمې - ارشیف

د امریکا د خزانې وزیرې خبرداری ورکړی چې واشنګټن غواړي په راتلونکو ورځو کې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي چې نتیجه به یې د دې هېواد د تېلو د صادراتو د ظرفیت کمول وي.

جنېت یلین پرون په واشنګټن کې د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک د ګډې پسرلنۍ غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې دا بندیزونه پر اسراییلو د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د وروستۍ حملې په ځواب کې لګول کېږي.

مېرمن یلین په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې د دوی په بحثونو کې د ایران، د دې په وینا د تروریستي فعالیتونو د ځنډولو لپاره له ټولو امکاناتو د کاراخیستو احتمال شته.

هغې زیاته کړه چې د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو د ایران د بې ثباته کوونکي چلند د مخنیوي لپاره د دې هېواد د تېلو د صادراتو د کمولو په هدف له دې مخکې هم یولړ اقدامات کړي دي.

له دې مخکې اکسیوس وېبپاڼې او واشنګټن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی و چې د ولسمشر جوبایډن اداره پر اسراییلو د شنبې ورځې د حملې په غبرګون کې د ایران د رژیم پرضد د بندیزونو د یوې بستې د چمتو کولو په حال کې ده.

د اوکراین ولسمشر د ځواکونو د جذب په موخه د « بسیج» قانون تایید کړ

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۶) د بسیج قانون لاسلیک کړ.

تمه ده چې د دغه قانون په پلي کېدو سره به د اوکرایني ځواکونو د کمښت ستونزه هواره شي.

د بسیج قانون د داوطلبانو معاشونه زیاتوي، د هغو کسانو مجازاتو ته اجازه ورکوي چې له خدمت په تېښته محکوم شوي، او داسې شرایط هم پکې راغلي چې ځینې محکومینو ته د خدمت اجازه ورکوي.

تېر کال د روسیې ضد عملیاتو کومه لویه لاسته راوړنه نه درلوده نو ځکه هم په اوکرایین کې د بسیج د قانون د لاسلیکولو هڅې کېدلې.

پر اوکرایین د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، لا هم دوام لري.

د جرمني صدراعظم له چین څخه غوښتي چې روسیه د اوکراین جګړې ختمولو ته وهڅوي

د جرمني صدراعظم، اولاف شولز
د جرمني صدراعظم، اولاف شولز

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وايي، د چین له ولسمشر شي جینپینګ یې غوښتي چې پر روسیې فشار راوړي څو په اوکراین کې خپل «بې معنی» جګړه پای ته ورسوي.

اولاف شولز، پرون (اپریل ۱۶) د چین پلازمېنې بېجینګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر سره خبرې کړي.

د جرمني صدراعظم د چین له ولسمشر شي جین پینګ غوښتي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغواړي څو له اوکرایینه خپل ځواکونه وباسي او دغه ناوړه جګړه پای ته ورسوي.

چین د اوکراین په شخړه کې ځان بې طرفه بولي خو له دې چې پر اوکرایین د مسکو د یرغل له غندلو ډډه کوي له نیوکو سره مخ دی.

هندي ځواکونو خپل ۲۹ وسله وال مخالفان وژلي

هندي سرتېري - ارشیف
هندي سرتېري - ارشیف

د هند امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۹ماویستان په چاتیسګړ ایالت کې وژلي دي.

هندي پولیسو ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې له ماویست وسله والو سره جګړه کړې ده.

ماویست جنګیالي د هند د ممنوع ګرځول شوي کمونیست ګوند غړي دي چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په لټه کې دي.

دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت له خوا ترهګر ګڼل کېږي.

ماویست جنګیالي د هند په مرکز او ختیځو برخو کې د کمینونو او ګوریلايي جنګونو له لارې فعالیت لري.

رویټرز لیکلي دا ماویستان داسې وخت وژل شوي چې په نږدې ورځو کې په هند کې ټاکنې ترسره کېږي او تمه ده چې اوسنی صدراعظم نریندرا مودي دریم ځل واک ته ورسیږي.

د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه کوي

د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور
د اسراییلو د جنګ کابینې د غونډې انځور

په پام کې ده چې د اسراییلو د جنګ کابینه په تېرو درېیو ورځو کې د درېیم ځل لپاره غونډه وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې په نننۍ غونډه کې به د اسراییلو پر خاوره د ایران د لومړني مستقیم برید په اړه بحث وشي.

په همدې حال کې پر اسراییلو د نړیوالو فشار هم په زیاتېدو دی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي بېګا وویل چې د دې هېواد پر قلمرو د ایران د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو حملې ته به ځواب ورکړل شي، خو دا چې څنګه جزییات یې ورنه کړل.

که څه هم د ایران حملې په اسراییلو کې زیان نه دی اړولی، خو دا وېره شته چې د غزې له جګړې څخه دا زېږېدلی کړکېچ نور هم پراخ نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG