د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۴۵

نړۍ

ټرمپ: په امریکا کې د وسلو د تراژیدي مخنیوي لپاره هېڅ کار نه کېږي

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وسلو د تراژیدي د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه کېږي.

د جمعې په ورځ په هوډسن کې د امریکا د ټوپک د ملي ټولنې په غونډه کې د وینا پر مهال ښاغلي ټرمپ وویل: "د تل په څېر له تراژیدیو وروسته، د کیڼ اړخو لخوا د ټوپک کنټرول بېلابېل پالیسۍ وړاندیز شوي او د وېرې د مخنیوي لپاره هېڅ نه دي ترسره شوي، هېڅ هم نه."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا په تکزاس ایالت کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پایله کې د زده کوونکو او یوه ښوونکي په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول.

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې په تېر کال کې په امریکا کې په ۲۲ وسله والو بریدونو کې ۳۷۴ کسان وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند د اسیا جام کرکټ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د هند کرکټ ملي لوبډله

هند د اسیا جام کرکټ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د هند کرکټ پرون ناوخته د خپلي ملي لوبډلې هغه نوم لړ خپور کړ چې په راتلونکي اسيا جام کې به ولوبېږي.

هندۍ لوبډلې ته مشهور توپوهونکي ویرات کوهلي او کې اېل راهول بېرته راستانه شوي دي، خو تېز توپ اچونکی جسپرایټ بومرا د ملا د ټپ له امله په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.

د هند کرکټ بورډ ویلي، بومرا د دوی له غوره توپ اچوونکو څخه دی او په دې خاطر یې په اسیا جام کې نه لوبوي چې نوموړی په پوره ډول راتلونکي نړیوال شل اووریز جام ته تیار شي.

د اسیا جام د اګسټ په ۲۷مه په متحده عرب اماراتو کې پيلېږي چې لومړۍ لوبه به یې هم د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وي.

د خيبرپښتونخوا پولیسو په مټه کې وسله والو سره نښته کړې

ارشیف: پاکستاني پولیس

د خيبرپښتونخوا په سوات کې پولیس وايي چې په مټه کې له وسله والو سره په نښته کې یو پولیس افسر ژوبل شوی دی.

د سوات ځايي پولیسو پرون رسنیو ته ویلي، د مټې په شاوخوا کې د وسله والو د شتون معلومات ترلاسه شوي ول چې پر ضد يې د اقدام لپاره د پوليسو ډله ولېږدوله.

د پولیسو په بیان کې راغلي، د شور او سردان په غرونو کې عملیات روان و چې نښته وشوه او یو پولیس په کې ټپي شو.

ځينو نورو حکومتي سرچينو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې په دې پېښه کې څلور پولیس ټپیان شوي، خو دا شمېر رسماً نه دی تایید شوی.

له وړمې ورځې راهیسې چې څو تنه لوړپوړي پاکستاني طالبان افغانستان کې ووژل شول، دا پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې دوهمه پیښه ده.

ایف بي آی د ډونالد ټرمپ پر کور عملیات کړي

فلوریډا کې د ټرمپ کور کې د ایف بي آی د اجنټالو د عملیاتو انځور

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د ایف بي آی اجنټانو یې پر کور عملیات کړي او د ده شخصي بکس یا سیف یې پلټلی دی.

د ټرمپ د کور دا بېسارې پلټنه د یو شمېر هغو قضیو په څېړنو کې د جدیت ښکارندویي کوي چې ټرمپ د ولسمشرۍ له وخته ورسره مخامخ دی.

د امریکا عدلیې وزارت او دغه راز په واشنګټن او میامي کې د ایف بي آی یا فدرالي څېړنو دفترونو له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز د دوو کسانو په حواله چې پر دې څېړنو خبر دي ویلي، د اسنادو هغه بکس پلټل شوی چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ نه وړی دی.

امریکا د ایران اټومي لانجې د حل لپاره یوې هوکړې ته چمتووالی وښود

د ایران د اټومي تاسیساتو یو انځور

وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې یوه چارواکي پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره خبرې پای ته ورسېدې او د یوې موافقې وروستی متن ښکېلو لورو ته وړاندې شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، متحده ایالات چمتو دی چې ژر یوه هوکړه ترلاسه شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل ویلي، پر ټولو مسایلو خبرې شوي او نور ښکېل لوري باید سیاسي پرېکړې وکړي.

تهران هم ویلي، لومړنی ځواب یې ورکړی خو په دې اړه اړتیا ده چې نور بحثونه وکړي.

له امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د شوي تړون له مخې ایران ژمنه کړې چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدودوي.

خو وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه وایست او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول، تهران په تدریجي ډول له دغه تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړ.

شمالي وزيرستان کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

ارشيف

په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پوځ یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په نننۍ چاودنه کې د پوځ د موټرو هغه کاروان په نښه شوی دی چې له میرانشاه څخه د بنو پر لور روان و.

سرچینې زیاته کړه چې د پېښې په ټپیانو کې درې سرتېري او څلور ملکیان چې په پوځي کاروان کې روان وو، شامل دي.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې خو دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې د پاکستاني طالبانو درې تنه قوماندانان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د اسيا ماشومانو اووم پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

د اسيا د ماشومانو سيالۍ - ارشيف

د روسي رسنیو د راپورنو له مخې، د اسيا ماشومانو سيالۍ چې د روسيې په (ولاديو ستوک) ښار کې د کورش، لامبو وهلو، بډمنټون، فوټبال، فوټسال او جودو برخو کې وشوې، ١٣ ورځې يې دوام وکړ.

دې سياليو کې ١٢هېوادونو ګډون درلود چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځلې کېږي.

د يادو سیالیو اووم پړاو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله، د ٢٠٢٠ کال پر ځاى په ٢٠٢٢ کال کې وشو.

د يادولو ده چې افغانستان د ٢٠٢٢ کال ټورنمنټ کې د نقرې يو مډال د تکواندو ملي لوبغاړي ازاد بیگ نوروزي د لوبېدو بریا له لارې ترلاسه کړ.

د دې سياليو اتم پړاو به په ٢٠٢٤کال کې د روسيې په کوربه‌توب وشي.

ددې سیالیو موخه د شطرنج لوبې وده ښودل شوې.

چين د تايوان په شاوخوا سيمو کې د خپلو پوځي مانورو د غځولو خبر ورکړی

د چين پوځي مانورې

د چین دغه ګام په دې سیمه کې هوایي او سمندري ترافیک ګډ وډ کړي او د سیمه‌ییزې ناندرۍ اندېښنې یې زېږولي دي.

دا سیمه چې پوځي مانورې په‌کې کیږي، نړیوالې سوداګرۍ ته ډېر اهمیت لري.

دا مانورې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې کېږي، چین هغه سفر لمسونکی بللی و.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.

د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو خبرو کې پرمختګ شوی

د ايران اټومي بټۍ

د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو ستر مرکچیان وایي، یوې هوکړې ته د رسېدو هیلې شته.

د اروپایي ټولنې لوړپوړي مرکچي اینریک مورا (Enrique Mora) وایي، هیلې شته چې د اوونۍ ترپایه پورې خبرو کې پرمختګ وشي.

د روسيې مرکچي بیا ویلي، یوازې درې/څلور مسلې نا حله پاتې دي.

په دې اړه مخامخ خبرې له څه ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران، روسیې او اروپایي ټولنې د مرکچیانو ترمنځ پيل شوې.

امریکا په غیر مستقیم ډول دغه بحثونه څاري.

سختدريځې فلسطينۍ ډلې له اسراييلو سره پر اوربند سلا کړې

اسراييلي عسکر

د ایران له ملاتړه یوه برخمنه فلسطیني سختدریځه ډله وايي، له اسراییلو سره یې د درې ورځنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند سلا کړې ده.

په دې جګړه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۳۶ فلسطینیان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د اسلامي جهاد ډلې یوه جګپوړي غړي پرون اعلان وکړ چې د مصر په منځګړيتوب د اوربند په موافقه کې دا شامل دي چې دا هېواد به د اسراییلو له توقیف ځایونو څخه د فلسطیني بندیانو د خلاصون لپاره کار کوي.

چارواکي: د اوکراين د غَلو دويمه محموله لبنان ته رسېدلې

اوکرايني کښتۍ

د اوکراین د زیربناوو وزیر اولیکساندر کوبراکوف پرون (اګست ۷) وویل چې څلور کښتۍ ټولټال ۱۷۰ زره ټنه غله لېږدوي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دغه هېواد څخه د غلې دانې صادرات ودرول شول، خو د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب اوس د اوکراین د غلو کښتیو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه.

د موافقې په پایله کې، لومړۍ بېړۍ د اګست په لومړۍ نېټه له اوکراین څخه ووتله او په همدې ورځ ترکیې ته ورسېده.

د فبرورۍ په ۲۴ مه د جګړې له پيلېدو وروسته د اوکراين بندرونه وتړل شول، خو اوس د دغه هېواد يوازې درې بندرونه د غلو دانو د صادرولو اجازه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین په اړه د خپل راپور په خاطر بښنه وغوښته

اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې

د یکشنبې په ورځ (زمري ۱۶) په یوه بیان کې دغه سازمان د خپل راپور له امله د رامنځ ته شوي "خپګان او قهر" په خاطر بښنه وغوښته.

د بخښنې نړیوال سازمان د زمري په ۱۳مه په یوه راپور کې ولیکل چې د روغتونونو او ښوونځیو په ګډون په ملکي سیمو کې د اوکرايني ځواکونو مېشتېدو او د عملیاتو مخته وړلو د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور نه یوازې دا چې د اوکراین د ولسمشر، چارواکو او خلکو غوسه راپارولې، بلکې په کییف کې د بښنې نړیوال سازمان د دفتر مشر هم د دغه راپور په ناسم بللو سره د ځان او همکارانو برأت کړی او استعفا یې ورکړې ده.

د بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو

د امریکا ولسمشر جو بایډن

سپینې ماڼۍ پرون وویل، چې د ولسمشر جو بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو.

نهه اویا کلن بایډن د جولای په یو ویشتمه کورونا شوی و چې څو ورځې وروسته یې نتیجه منفي شوه، خو د جولای په دېرشمه یې بله نتیجه بېرته مثبت وخته.

د جو بایډن ډاکتر ویلي دي، چې د ولسمشر صحت بیخي ښه دی، خو اوس به بیا هم د هغه بلې نتیجې ته انتظار شي او تر هغه به له نورو خلکو بېل وي.

د اوکراین پر زاپروژیا اټومي بټۍ ډزو اندېښنې رامنځته کړي

زاپروژیا اټومي بټۍ

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د اوکراین په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې ډزو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا به د اټومي ناورین سبب شي.

رافایل ګروسي پرون په یوه بیان کې وویل، د جمعې په ورځ د اروپا پر دې سترې اټومي بټۍ ډزې شوې چې په اوکراین او له اوکراین څخه ورها خوا خلک او چاپېریال تهدیدوي.

ماسکو او کییف یو بل تورنوي، چې د زاپروژیا پر اټومي تاسیساتو یې ډزې کړې دي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د فبروري په څلورویشتمه پيل شو او لاهم روان دی.

ایراني چارواکي: د اوبو یو څاڅکی ترکیې او افغانستان ته نه بخښوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.

حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هېواد پارلمان ته وکړه.

ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.

سعودي کې د یو ایراني وګړي خلاصون لپاره ایران له عراقه مرسته غوښتې

بیت الله شریف

ایران له عراقه غوښتي، چې د سعودي عربستان له زندانه د یوه ایراني تبعه په خلاصون کې مرسته وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ایراني تبعه د روان کال په جولای میاشت کې د حج د مراسمو پر مهال نیول شوی و.

نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان د جمعې په ورځ له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له عراق څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

عراق د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه دی.

تهران او ریاض په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اړیکې پرې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG