د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۵

ټرمپ په نیویارک کې محکمې ته حاضرېږي


د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن سې شنبه په نیویارک کې محکمې ته حاضر شي.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو واکمن یا پخوانی ولسمشر د جرمي قضیې په تور محکمې ته حاضرېږي.

د پنجشنبې په ورځ قضايي پلاوي پرېکړه وکړه چې د امریکا مخکینی ولسمشر باید په دې خاطر رسماً تورن شي چې د پورن فلمونو لوبغاړې سټورمي ډنیلز ته یې ۱۳۰ زره ډالر ورکړي چې خوله پټه کړي او څه ونه وايي.

که څه هم تر اوسه پورې د ټرمپ خلاف د تورونو جزییات ډېر څرګند نه ‌دي، خو دا به د متحدو‌ایالتونو د یوه مخکیني ولسمشر خلاف د جرم لومړنۍ دوسیه وي.

د ټرمپ مدافع وکیلې سوزان نیچل دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې موکل یې هېڅ جرم نه‌دی کړی، خو له دې سره سره به دا په محکمې کې د دې دوسیې پر وړاندې، چې هغې سیاسي وبلله، دفاع وکړي.

د منهټن د سیمې څارنوال الوین بیزګ ته دنده سپارل شوې وه چې دونالډ ټرمپ او د هغه وکیلانو ته خبر ورکړي.

نیویارک کې محکمې ته نږدې د امریکا خفیه پولیسو امنیتي تدابیر نیولي دي.
نیویارک کې محکمې ته نږدې د امریکا خفیه پولیسو امنیتي تدابیر نیولي دي.

د ده د مدافع وکیلانو ډله وايي، نوموړی به راتلونکې اوونۍ پخپله ځان تسلیم کړي.

د امریکا خفیه پولیس به، چې د دغه هېواد د اوسني او پخوانیو ولسمشرانو د ساتنې مسوولیت لري، د محاکمې په لړ کې امنیتي تدابیر غوره کړي.

ټرمپ باید د نورو کسانو په شان، چې په جرم تورن شوي وي، هغه مراحل بشپړ کړي چې تورن کسان یې تېروي لکه د ګوتو د نښو ورکول او عکس اخیستل.

له بلې خوا سټورمي ډنیلز ویلي چې دونالډ ټرمپ په ۲۰۰۶ کې له دې سره جنسي اړیکې لرلې او دا هغه وخت و چې له اوسنۍ مېرمنې منیلا ترمپ سره یې د واده یو کال تېر شوی و.

د ډونالډ ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د محاکمې په لړ کې وویل، د ټرمپ په امر او له هغه سره په مشوره یې سټورمي ډنیلز ته یولک او ۳۰ زره ډالر ورکړل چې د دې موضوع په اړه خوله پته کړي.

خو ډونالډ ترمپ له مېرمن ډنیلز سره د اړیکو لرل ردوي او په وروستیو کې یې د خپلې ټولنیزې شبکې 'ټروت سوشل' له لارې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې که د ده د نیولو امر وشو، نو اعتراض پرې وکړئ.

ټرمپ حاضردمه د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوريپال ګوند د کاندیدانو د لېست په سر کې دی.

د امریکا په قانون کې داسې ماده نه‌شته چې که د ولسمشرۍ یو کاندید مجرم وپېژندل شي، د انتخاباتي کمپاین په وسیله دې حتی له بنده خوشې شي.

XS
SM
MD
LG