د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ډونالډ ټرمپ د ځواب ورکونې لپاره محکمې ته حاضرېږي


 د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې چې نن د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د فدرال محکمې د قاضي پر وړاندې حاضر شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن اګست ۳مه د دغه هېواد فدرالي محکمي ته ورغوښتل شوی څو د خپلو تورونو په وړاندې د قاضي پوښتنې ځواب کړي.

ډونالډ ټرمپ په دې تورن دی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو په لټه کې و.

ټرمپ څو ځلې ادعا کړې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې، خو اوسنی ولسمشر جوبایډن وايي، د ټرمپ د دې ادعا په اړه هېڅ ثبوت نه‌شته.

د ټاکنیزو درغلیو په اړه د ډونالډ ټرمپ له ادعاوو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د هغه پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشرۍ د سوله ییز انتقال د مخنیوي لپاره برید وکړ، چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر پولیس ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د کانګرس پر ودانۍ د برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغې پېښې مسوول بللی او د امریکا له خلکو یې غوښتي چې پرېکړه وکړي چې سیاسي تاوتریخوالی د اصولو په توګه ومني او که نه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د بایډن په وینا، د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو ولسمشر نه یوازې دا چې په ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، بلکې د واک د سوله ییز انتقال د مخنیوي هڅه یې هم وکړه.

جوبایډن د امریکا خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا ډول برید به بیا هیڅکله نه کېږي.

نن تمه کېږي چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد لګېدلي تورونه د قانون له مخې وڅېړل شي او ټرمپ به د واشنګټن پر وخت د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د قاضي پر وړاندې حاضر شي.

په دغو تورونو محکومېدل ښايي ډونالډ ټرمپ ته د یوه کال بند سزا ورکړي.

ټرمپ دا تورونه رد کړي چې خلک تاوتریخوالي ته هڅوي.

د یوې سروې له مخې شاوخوا دوه پر درېیمه امریکایان د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د دغه هېواد پر کانګرس برید له تاوتریخوالي ډک ګڼي، خو په دې اړه د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو تر منځ نظر ډېر توپیر لري.

د امریکا د کانګرس یوې کمېټې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د میاشتې د شپږمې نېټې برید وڅېړه او د دې پېښې له سلګونو عیني شاهدانو سره یې مرکې وکړې.

د امریکا د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، په ټوله امریکا کې د دغې پېښې په تړاو تر ۷۲۰ ډېر کسان نیول شوي، چې ځینو یې په وړو ورانکاریو او ځینو یې په جرمونو اعتراف کړی دی.

د امریکا د ډیموکراسۍ په ۲۰۰ کلن تاریخ کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمه یوه توره ورځ بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG