د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د کویټې له زندانه د ۲۶ افغانانو خوشې کېدل؛ ځینې افغانان: پولیس پناه غوښتونکي ځوروي


ارشیف: د پاکستان یو زندان
ارشیف: د پاکستان یو زندان

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د کویټې له زندانه ۲۶ تنه افغانان خوشې شوي او افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې په پاکستان کې مېشت ۵۵۶ افغان کډوال د چنګاښ له ۱۳ تر ۱۵ نېټې پورې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت دغه شان زیاته کړې چې ۲۶ تنه افغان کډوال د پاکستان د کويټې له زندانه خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د دوی د اوسېدو د اسنادو او ویزو د نه تمدید له امله د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

برهان هاشمي یو تن افغان کډوال دی چې په پاکستان کې ژوند کوي وايي، د ویزې وخت یې پوره شوی، او اوس د پاکستان دولت جریمه کړی دی.

دی ادعا کوي چې د ټوکن کارت هم اوس په پاکستان کې د اعتبار وړ نه‌دی.

نوموړی وايي: "موږ یو نیم کال کېږي چې په صحي ویزه پاکستان ته راغلې یو، اوس مو ویزه خلاصه شوې. اوس پاکستان موږ یې ۴۰۰ ډالره جریمه کړې یو، موږ کار نه‌لرو، څنګه کولای شم دا پیسې ورکړم."

عید محمد حمیدي په پاکستان کې اوسېدونکی بل افغان کډوال دی چې په خبره یې، د خپلې ویزې د غځېدو غوښتنه یې کړې، خو لا تر اوسه یې ورته نه ده تمدید کړې.

عيد محمد وايي: "شپږ که اووه میاشتې کېږي چې د ویزې غوښتنه مو نه ده منل شوې، موږ که کوم چېرې سفر وکړو، پولیس موږ ځوروي او که د پولیسو حوز ته ولاړ شو، د رشوت په بدل کې مو خوشې کوي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافعې وکیله منیزې کاکړ هم په وار وار د پاکستاني پوليسو له‌خوا د افغان کډوالو د ځورولو، نيولو او د پيسو په بدل کې یې د خوشې کولو يادونه کړې ده.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له سازمان او د پاکستان له حکومته د دوی د ستونزو د حلولو غوښتنه وکړه.

په دغه لیک کې په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا غوښتنه کړې وه، چې پاکستان دې د افغانانو د ویزو د تمدید په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او هغه افغانان چې غواړي له هېواده ووځي هغوی له جریمې څخه معاف کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد روفي ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د افغانو کډوالو اصلي ستونزه دوی ته د ملګرو ملتونو سازمان او د مقصد هېوادونو نه پاملرنه ده.

که څه هم د طالبانو حکومت پخوا ویلي وو، چې له پاکستاني چارواکو سره به د ویزو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي، خو لا هم د دوی ستونزې نه دي هوارې شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG