د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

فاطمه محمدي د کابل لوېدیځ کې بې‌وزله مېرمنو ته خیاطۍ ورښيي


د کابل لوېدیځ کې د خیاطۍ او خامک دوزۍ د زده کړو پروګرام کې نجونې او ښځې شاملې دي.
د کابل لوېدیځ کې د خیاطۍ او خامک دوزۍ د زده کړو پروګرام کې نجونې او ښځې شاملې دي.

له کمپيوټر ساينس فارغه مېرمن بې‌وزله مېرمنو ته د خياطۍ او لاسي صنايعو زده‌کړه ورکوي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زده‌کړو او دغه شان ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي، ډېرو مېرمنو د دندو او زده‌کړو پر ځای نورو بوختياو ته مخه کړې.

د کابل د لوېديځ اوسېدونکې فاطمه محمدي بې‌وزله او نالوستو ښځو ته په وړيا ډول خياطي او لاسي صنایع ورزده کوي.

فاطمه محمدي چې د کمپيوتر ساينس برخه کې يې زده‌کړې کړي دي، بېلابېلو برخو دندې هم ترسره کي دي.

نوره کیسه یې له ثنا کاکړ اورو، چې د فاطمې په غږ پیلېږي.

د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG