د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

خوست کې لسګونو ښځو او ځوانانو بېلابېل کسبونه زده کړل


د خوست لسګونه ښځې او ځوانان
د خوست لسګونه ښځې او ځوانان

د خوست لسګونه ښځې او ځوانان چې مخکې يې کاروبار نه لاره او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول، په ۸ بېلابېلو برخو کې يې کسبونه زده کړل.

د چارواکو په وینا چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لېرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخېسته چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې.

بل لوري ته په دې پروګرام کې روزل شوي ښځې او ځوانان له دې پروګرامه خوښ دي او وايي چې کولای شي، تر دې وروسته په ازاد بازار کې کار وکړي او خپلو کورنیو حلاله نفقه وګټي.

خوست کې یو شمېر ځوانان له حرفوي زدکړو فارغ شول
خوست کې یو شمېر ځوانان له حرفوي زدکړو فارغ شول

د سې شنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د موټر سایکل او موبایلو د ترمیم، په ودانیو کې د برېښنا او اوبو د نلدودانۍ، خیاطۍ، ګلدوزۍ، پرده دوزۍ او چرمه دوزۍ په اتو برخو کې ۲۴۰ ښځو او نارینه وو نظري او عملي زده کړې وکړې.

د کار او ټولنیزو چارو رئیس احسان الله ځدراڼ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د دې پروګرام شاملین غریب او د ټولنې کم وسه کسان وو چې تر دې وروسته کولی شي، د خپلو کسبونو په برخو کې کار وکړي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: "دا هغه مېرمنې وې چې ناچاره وې، کونډې وې، یتیمانې وې، معلولیت يې درلوده او یا داخلي بې ځایه شوي وو، ځوانان هم زیات اکثریت يې له همدې جملې خلکو وو، د کار مارکیټ د ارزونې وروسته موږ دوی ته د موټر سایکل جوړونې، موبایل جوړونه، د برېښنا لین دواني، د ودانیو نلدوداني، خیاطي، ګلدوزي، پرده دوزي او چرمه دوزي په برخو کې کسبونه وروښودل."

دوی په ګڼو حرفو کې زده کړې وکړې
دوی په ګڼو حرفو کې زده کړې وکړې

د حرفوي زده کړو د دې ۴ میاشتنۍ پروګرام فارغان وايي، دوی به وکولی شي، د دې کسبونو د زده کړې له لارې خپلو کورنیو سره د حلالې نفقې د پیدا کولو په برخو کې مرسته وکړي.

د نوریه او عالیه په نومونو د پرده دوزۍ له برخو فارغو نجونو وویل، د کسبونو په زده کولو سره نجونې هم پر ځان بسیا کېږي او کولی شي، د نارینه وو تر څنګ د کورنیو او ټولنې په پرمختګونو کې ونډه واخلي.

د مسکا په نوم د دې پروګرام یوې بلې فارغې غوښتنه وکړه چې دا پروګرامونه ولسوالیو ته هم وغځول شي او فارغینو ته د خپلو کسبونو سره سم مارکېټونه ورکړل شي.

د کسبونو د زده کړې په دې پروګرام کې ۱۲۰ تنو نجونو په خوا کې ۱۲۰ نارینه وو هم ګډون کړی وو.

د ګلاب په نوم د موسی خېلو اوسیدونکي چې د برېښنا کسب يې زده کړی وايي، دوی د برېښنا په برخه کې پوره پوهه شوي او په راتلونکې کې ورڅخه ګټه اخېستلی شي.

بل لوري ته د حرفوي زده کړو د ۴ میاشتني پروګرام په پای غونډه کې خوست والي مهمند کټوازي وویل، ځايي اداره د حرفوي زده کړو او نورو وروته برنامو له لارې هڅه کوي چې په دې ځای کې د بې کارۍ کچه راټیټه او هغوی په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شي.

دده په وینا، غواړي، راتلونکې دا ډول برنامه د خوست په نسبتاً نا امنې ولسوالۍ یعقوبیو او صبریو کې ترسره کړي، څو د هغې سیمې خلک هم د کار او کسب خاوندان شي.

XS
SM
MD
LG