د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د افغان ښځو لپاره د کار برابرولو موسسې فعالیتونه


د افغان ښځو لپاره د کار برابرولو په نوم په موسسه کې بېوزلو مېرمنو ته د خیاطي، سواد زده کړو او داسې نورو برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

ګڼې هغه افغانې ښځې چې مالي وضعه یې چندان ښه نه ده، ډېری کونډې دي او یتیمان ورله غاړې دي، یایې مېړونه معتاد یا بې روزګاره دي، نو دوی د یوې مړۍ روزي پیدا کولو په خاطر ګدایي کوي او تل نورو ته په تمه وي چې له دوی سره مرسته وکړي.

خو د دوی په مقابل کې بیا یو شمېر مېرمنې زحمت باسي د خامک ګنډلو، مرۍ اوبدلو، مالدارۍ، خیاطۍ او نورو برخو له لارې غواړي پر ځان بسیا او له بېوزلۍ ځان را وباسي، په ډېری مواردو کې لیدل شوي چې یو شمېر اشخاص او موسسې د بېوزلو ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابروي چې دوی وکولای شي خپل ژوند کې پرمختګ وکړي، د همدغسې مرکزونو له ډلې څخه یوه هم د افغان ښځو لپاره د کار برابرولو موسسه ده چې له څه باندې یوه کال راهیسې د خیاطۍ، سواد زده کړې او په حقوقي او صحي برخو کې له ښځو سره مرستې کوي او دوی ته زمینه مساعده وي، د یادې موسسې د مالي برخې مشر سید محمد احسان په وینا د دې موسسې د جوړېدلو لوی هدف یې دا و چې بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي او له یوه کال راهیسي نږدې سل ښځې د یاد مرکز له مختلفو برخو څخه فارغې شوي دي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:08 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG