د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

کرکټ؛ د زرغون جام سیالۍ د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېدې


په خوست کې د پامیرلیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ د سیالیو انځور
په خوست کې د پامیرلیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ د سیالیو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د زرغون جام په نوم د پیل شویو سیالیو پایلوبه د ورښت له امله بشپړه نه شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د دې سیالیو پایلوبه نن د مې ۱۷مه نېټه په خوست ولایت کې د پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه، چې میوند لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۹۷ منډو هدف یې وټاکه.

یادې لوبډلې ته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۲۴ او صدیق اتل ۵۳ منډې وکړې.

د پامیر په توپ اچونکو کې شرف الدین اشرف ۳، ګلبدین نایب او ظاهرخان بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

لیجینډز لوبډلې یوازې د لوبې ۷ اورونه ولوبول چې د یوې ویکټې په سوځېدو یې ۴۵ منډې کړې وې، دوی ته محمدشهزاد۲۰ او رحمت شاه ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په خوست کې د پامیرلیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ د سیالۍ یوه صحنه
په خوست کې د پامیرلیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ د سیالۍ یوه صحنه

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو ته په را استولي پیغام کې یادې سیالۍ اړینې وبللې او زیاته یې کړه: "د دې سیالیو په لړ کې هره لوبډله دوه ځلې یو له بل سره مخې شوې، پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز یې پایلوبې ته رسېدلې وې، خو پایلوبه په وروستیو شېبو کې د باران د شدید ورښت له امله په مساوي ډول پای ته ورسېده. په دې سره دواړه لوبډلو ته د پایلوبې امتیازات په شریکه ورکړل شول. دغه سیالۍ ډېرې مهمې وې، چې زمونږ د ملي لوبډلې په لا ډېر چمتوالي کې به ډېر مهمه رول ولوبوي. ځکه افغان لوبډله په راتلونکي کې ډېرې مهمې یو ورځنۍ سیالۍ له سریلانکا، پاکستان، هندوستان او بنګله دیش سره لري او دغه راز سږکال اسیاجام او نړیوال جام هم یو ورځنۍ سیالي دي."

دا د زرغون جام سیالیو دویم پړاو و چې دا ځل په کې د میوند ډیفینډرز، پامیر لیجینډز، هندوکش ستورو او جونیر چمپینز په نومونو څلورو لوبډلو برخه درلوده.

په دې سیالیو کې رحمت شاه مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۶۷ منډې یې کړې وې، دغه راز حشمت الله شهیدي او محمدشهزاد بیا په ترتیب سره په دویم او درېیم مقام کې و چې حشمت ۳۳۹ او شهزاد ۲۶۴ منډې کړې وې.

د توپ اچونکو په ډله کې سوکه توپ اچونکی ظاهرخان پکتین ۱۹، ګلبدین نایب ۱۱ او عبدالباقي بیا ۹ ویکټې اخیستې وې.

د ویلو ده چې د زرغون جام سیالۍ د اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پيل شوې وې، تر پایلوبې پورې یې دیارلس سیالۍ ترسره شوې او جونیر چمپینز لوبډلې چې د افغانستان تازه دمې کم عمره ملي نولس کلنه لوبډله ده؛ هېڅ لوبه ونه ګټله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG