د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د افغانستان کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو لوبډلې ۳۰ کسیزه نوملړ وټاکه


د افغان کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې ۳۰ کسیزه نوملړ
د افغان کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې ۳۰ کسیزه نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هغو دېرشو ځوانانو نوملړ خپور کړی دی چې د دوی په وینا تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به ترې وټاکل شي.

کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لومړنی تمریناتي کمپ بشپړ شو او د دویم کمپ لپاره یې ۳۰ غوره لوبغاړي غوره کړي دي.

د خبرپاڼې د جزیاتو له مخې چې په ټاکل شویو لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علي احمد، اصف محمد، بشیر احمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسی خېل، هدایت، حزب الله درانی، جمشېد، جاوېد، کامران هوتک، خالد، خلیل احمد، محمد هارون، ناصر حسن، ناصر خان، نعمان، نعمان شاه، شېر خان، سهېل، سلیمان عربزی، عثمان خان، وفي الله، یما عرب او یونس ځدراڼ شامل دي.

کرکټ بورډ زیاتوي: "دغه ۳۰ لوبغاړي به په دویم پړاو روزنیز او تمریناتي کمپ کې په بېلابېلو ډولونو وازمویل شي او د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې به روان کال د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د اسیا کپ او د راتلونکي کال د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د ګڼ شمېر دوه اړخیزو سیالیو لپاره په بشپړ ډول چمتو شي."

دغه راز یاده اداره وايي چې د افغانستان ملي نولس کلنې کم عمره لوبډلې د جوړولو پروسه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د ازادې ازموینې په اعلان سره پیل شوه چې د غوراوي کمېټې د ټول هېواد په کچه له شااوخوا ۵۰۰۰ لوبغاړو ازموینه واخیسته او لومړي پړاو ته ترې ۱۰۷ لوبغاړي وټاکل شو، له دې وروسته په خوست ولایت کې دې لوبغاړو په ۸ ورځني کمپ کې ګډون وکړ او راتلونکو پړاوونو ته ترې ۳۰ تنه غوره شول.

د یادونې وړ ده چې په روان زیږدیز کال کې به د افغانستان ملي نولس کلنه لوبډله په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG