د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

کرکټ بوډ: خوست کې د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ پيليږي


ارشيف: خوست کې د کرکټ سيالي
ارشيف: خوست کې د کرکټ سيالي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي ډېر ژر به په خوست کې د کرکټ د ملي لوبغاړو په ګډون د سمسور افغانستان په نوم د پنځوس اوریزه سیالۍ پیل شي.

کرکټ بورډ په دې اړه پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي دي دا سیالۍ د دریو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته که څه هم ددې لوبو کره نیټه په ډاکه نه کړه خو وویل چې په دې لوبو کې به د ملي لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر نور کورنۍ غوره لوبغاړي هم ولوبیږي.

د ښاغلي هوتک په وینا، د یادو سیالیو په ترسره کېدو سره به لوبغاړي راتلونکو نړیوالو پنځوس اوریزو ODI Super League) ) سیالیو لپاره بشپړ چمتو شي.

XS
SM
MD
LG