د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

خوست کې د کرکټ پنځوس اوریزې سيالۍ پيلېږي


آرشیف: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
آرشیف: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

په روانه اونۍ کې په خوست ولایت کې د کرکټ د ۵۰ اوریزو لوبو ټورنمنټ په پام کې دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د زرغون افغانستان د کپ تر نامه لاندې د کرکټ د پنځوس اووریزو لوبو تورنمنټ سبا یکشنبې په خوست کې پیلېږي او د مې د میاشتې تر شلمې پورې دوام کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک وايي، چې په دې دیارلس ورځني تورنمنټ کې به د ملي لوبغاړو ترڅنګ هغه نوې څېرې هم ګډون وکړي چې په کورني کرکټ کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې.

فريد هوتک
فريد هوتک

هوتک د دې ټورنمنټ د جوړېدو د هدف په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "دې لوبو موخه د راتلونکو نړیوالو پنځوس اووریزو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چمتووالی، د ځوانو لوبغاړو لپاره د ښه فرصت برابرول څو له ملي لوبغاړو څخه تجربې ترلاسه کړي او د هېوادوالو لپاره د تفرېح یو ښه فرصت او زمینه کېدای شي."

دا ټورنمنټ په داسې حال کې پلان شوی، چې په عین حال کې د هند پریمیر لیګ یا IPL چې د نړۍ له مشهورو لیګونو څخه دی دوام لري.

په IPL کې اوس مهال د راشدخان او رحمان الله ګربز په ګډون پنځه افغان لوبغاړي لوبې کوي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې چې نتیجه یې تېره اونۍ اعلان شوه په شل اووریز کرکټ کې اتم ځای له لاسه ورکړ او لسم ځای ته راټیټ شو خو په یوورځنیو لوبو کې یې خپل لسم ځای ساتلی دی.

د افغانستان کورنی کرکټ په تېرو نژدې شلو کلونو کې ښه وده کړې او داسې هیلې یې پیدا کړې چې د ځوانو لوبغاړو په مټ به افغانستان خپل هغه ځای چې په نړیوال کرکټ کې یې درلود، وساتلای شي.

XS
SM
MD
LG