د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

مشهور پاکستانی کرکټر: خوشحاله یم چې د افغان لوبغاړو د روزنې موقع په لاس راغلې


(کین-ښی) د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی مشهور توپوهونکی یونس خان او بل پاکستانی کرکټر عمرګل
(کین-ښی) د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی مشهور توپوهونکی یونس خان او بل پاکستانی کرکټر عمرګل

مشهور پاکستانی کرکټر یونس خان وايي خوشحاله دی چې د افغان لوبغاړو د روزنې موقع په لاس ورغلې.

د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم دا پخوانی مشهور توپوهونکی او بل پاکستانی کرکټر عمرګل په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ له‌خوا د بېټنګ/توپوهنې او توپ اچونې د لنډمهالي سلاکارانو په توګه ګمارل شوی.

یونس خان پرون په خپل فېس‌بوک باندې لیکلي چې ان له ۲۰۱۱ کاله‌یې له افغان کرکټ بورډ سره خبرې روانې وې چې د افغان لوبډلې روزونکی شي.

یونس خان او عمرګل به د متحده عرب اماراتو په تمریني کمپ کې له افغان لوبغاړو سره مرسته کوي.

یونس خان زیاته کړې د اماراتو تمریني کمپ ښه موقع او مناسب وخت دی چې له افغان ټيم سره کار وکړي او راتلونکي استعدادونه له نږدې وګوري.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي او د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي او د کرکټ ملي لوبډله

یونس خان د توپوهنې او عمرګل د توپ اچونې په برخه کې له افغان ځوانانو سره د سلاکارانو په توګه د متحده عربي اماراتو په تمریني کمپ کې یوځای کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي د مارچ په ۳۱مه متحده عرب اماراتو ته ولاړل او تمه ده هلته د تمریني لوبو ترڅنګ د اماراتو اقامې هم ترلاسه کړي.

کرکټ بورډ وايي د اماراتو د اقامو په ترلاسه کولو سره به په دوی باندې لګښتونه کم راځي او لوبغاړي به د تمرینونو او لوبو لپاره کافي وخت ولري چې اماراتو ته سفر وکړي.

له دې چې نړیوال ټیمونه افغانستان ته نه‌راځي، د افغان لوبډلې په کوربه‌توب اکثرې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG