د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

زمبابوې له افغانستان سره د کرکټ سيالۍ ترسره کوي


ارشيف: د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
ارشيف: د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د زمبابوې کرکټ بورډ تېره ورځ د ۲۰۲۲ م کال د سیالیو مهالوېش اعلان کړ چې له مخې یې د افغانستان سره ۵ شل اوریزه او ۳ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کوي.

د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې یو ږرځینۍ لوبې چې د ورلډ کپ سوپر لیګ برخه هم ده، د جون په ۱۲ مه، ۱۴ مه او ۱۷ مه نېټه د زمبابوې په هرارې سپورټس کلب کې ترسره شي.

همدغه راز به د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه ” ۵ ” شل اوریزه سیالۍ د جون په ۲۰ مه، ۲۲ مه، ۲۴ مه، ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه په هرارې لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او زمبابوې تر دې مخکې هم د کرکټ سيالۍ ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG