د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

په خوست کې د کرکټ جام اتلولي هندوکش لوبډلې وګټله


وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو ترمنځ پرون ترسره شوه.
وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو ترمنځ پرون ترسره شوه.

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ د جام اتلولي د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله.

وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو ترمنځ پرون ترسره شوه.

په پرونۍ لوبه کې پامیر لجنډز په ۳۳ اوورنو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و، چې هندوکش سټرایکرز په وروستي اوور کې ورورسېد.

د زرغون افغانستان د پنځوس اووریزو لوبو ټورنمنټ د مې د میاشتې په اتمه د هندوکش سټرایکرز، پامیر لجنډز او میوند ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شو او د مې تر شلمې پورې یې دوام وکړ.

XS
SM
MD
LG