د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

کرکټ بورډ د کورني کرکټ مهالوېش اعلان کړ؛ شپږیزه په مې کې کېږي


په تېر ميلادي کال کې د شپږيزې له سياليو يو انځور
په تېر ميلادي کال کې د شپږيزې له سياليو يو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د روان زېږدیز کال لپاره د کورني کرکټ مهالوېش اعلان کړی چې لومړنی ټورنمنټ به یې د همدې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پیل شي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړی به د ۳۱ ولایتونو ترمنځ دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل کړي چې شل ورځې به وغځېږي.

په دې سیالیو پسې به د ۱۲ ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولايتي سيالۍ پيل شي.

دغه اداره په پلان کې لري چې د کورني کرکټ تر ټولو سترې سوداګریزې سيالۍ، شپږیزه په مې میاشت کې د ټولو ملي لوبغاړو په ګډون ترسره کړي.

شپږیزه د افغانستان په کورني کرکټ کې یوازنۍ شل اوریزې سیالۍ دي چې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او د تېر کال اتلولي یې سپين غر پړانګانو لوبډلې ګټلې وه.

د غازي امان الله خان په نوم د زونونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ چې د «لیسټ ای» دريځ لري او د کرکټرانو لپاره له هره پلوه د ارزښت وړ دي د جون او جولای په میاشتو کې به په کابل ولایت کې ترسره شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ هم په مهالوېش کې شاملې دي او د جولای او اګست میاشتې ورته غوره شوي او دا هغه سيالۍ دي چې غوره لوبغاړي به یې څلور ورځنیو سیالیو ته لار پيدا کوي.

کرکټ بورډ وايي: "دغه راز د معلولیت لرونکو لوبغاړو لپاره هم سیالۍ په پام کې نیول شوې دي چې د تېر کال په څېر به د جولای په میاشت کې د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې ترسره شي."

د یادې ادارې د کورني کرکټ مسول نظیم جار عبدالرحیمزي په يوه ويډيوي پيغام کې ویلي و چې سږ کال یې د ۵ لوبډلو ترمنځ د ۲۳ کلنو ځوانانو سيالۍ هم رامنځته کړي چې په اګست کې به ترسره شي او له دې سیالیو څخه به غوره لوبغاړي د ۲۳ کلنو ځوانانو په اسیا جام کې ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

څلور ورځنۍ / فرسټ کلاس سیالۍ د کورني کرکټ په جوړښت کې تر ټولو ارزښتمنې شمېرل کېږي او د افغان کرکټ اداره غواړي چې دا ځل دا سيالۍ د ۴ لوبډلو ترمنځ په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې د ننګرهار او خوست په لوبغالو کې ترسره کړي.

دغه راز کرکټ بورډ زیاتوي: "د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ هم د اکټوبر او نومبر میاشتو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې ترسره کېږي.

دغه راز به د ښوونځیو ترمنځ سیالۍ هم په پلان کې شاملې دي چې د زونونو په کچه وروستی پړاو سیالۍ به یې په نومبر میاشت کې د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د دې سیالیو ترڅنګ به په ډسمبر میاشت کې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ هم ترسره شي چې په کې به د هېواد د ۵ زونونو غوره کلبونه د یو بل په وړاندې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه ولوبېږي."

همدارنګه یادې ادارې تېر کال د زرغون جام په نوم یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړې او وايي چې سږکال به دغه سیالۍ د اړتیا پر بنسټ د ملي لوبډلې د غوره چمتووالي په موخه ترسره شي.

د دې سیالیو احتمالي نېټه او ځای لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ یو شمېر مینه وال او څارونکي هر کله د کورني کرکټ پر کیفیت او غوراوي نیوکې کوي، خو کرکټ بورډ ادارې ویلي چې سږکال یې د لوبو کیفیت او لوبغاړو غوراوي ته ځانګړی پام کړی دی.

XS
SM
MD
LG