د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

نن د کرېکټ 'شپږيزه ليګ' اتم پړاو پيليږي


شپږيزه ليګ
شپږيزه ليګ

نن د هېواد د کرېکټ د مشهور لیګ شپږیزې لوبې اتم پړاو پیلېږي، د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لړۍ به نولس ورځې دوام وکړي.

په شپږیزه کې چې د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، ۳۲ لوبې په پام کې دي.

د کرېکټ مشهور لیګ شپږیزه نن د چنګاښ په ۲۷مه په کابل کې پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبو په دې لړۍ کې اته لوبډلې ګډون کوي او د را روانې اګست میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرېکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې چې د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري د افغانستان د اتصالاتو د شپږیزې کرېکټ سیالۍ رسما د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شي. د دې سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ پوره چمتووالی نیولی دی. دا سیالۍ به د اګست تر ۵ مې نېټې پورې دوام وکړي."

د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک
د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک

د شپږیزې په لړۍ کې چې د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي ټولې ۳۲ لوبې پلان شوې دي او جریان به یې په مستقیم ډول د افغانستان له ملي سپورټ ټلوېزیون څخه خپرېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د لوبو په دې لړۍ کې به څلور بهرني لوبغاړي هم ګډون وکړي؛ پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد او امیر حمزه به د مس عینک او د عمان د کرېکټ لوبغاړی بلال خان به د آمو لوبډلې لپاره لوبه کوي.

د سږ کال شپږيزه ليګ کې يو شمېر بهرني لوبغاړي هم لوبيږي
د سږ کال شپږيزه ليګ کې يو شمېر بهرني لوبغاړي هم لوبيږي

د شپږیزې لیګ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو. په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د کورونا د وبا له خپرېدو سره سره دا لوبې ترسره شوې خو تېر کال په افغانستان کې د نظام د بدلون له کبله د لومړي ځل لپاره د دې لیګ سیالۍ ترسره نه‌شوې.

له شپږیزې وروسته به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له آیرلنډ سره د لوبو لړۍ پیل کړي.

دا لړۍ د اګست په نهمه په بلفاست کې پیلېږي او د اګست تر اولسمې پورې دوام کوي چې په ترڅ کې یې درې یوورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې پلان شوې دي.

XS
SM
MD
LG