د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

سپين غر پړانګانو د 'شپږيزه ليګ' اتلولي وګټله


شپږيزه ليګ
شپږيزه ليګ

سپین غر پړانګانو ټیم د افغانستان د کرېکټ د شل اوریز تجارتي لیګ شپږیزې اتلولي وګټله.

نن په کابل سټډیوم کې د سپين غر او بُست ساتونکو تر منځ پایلوبه وشوه چې په دې لوبه کې سپین غر پړانګانو ۱۸۹ منډې هدف ټاکلی وو.

په ځواب کې یې بُست ټیم ۱۸۲ منډې وکړې او لوبه یې په شپږو منډو وبایلله.

د سپين غر لپاره په دې لوبه کې نجیب الله ځدراڼ ۴۵ چټکې منډې وکړې او ۶۹ منډې هم عثمان غني ترسره کړې.

د بُست لوبډلمشر که څه هم ۹۰ چټکې منډې وکړې خو لوبه یې ونه شوای ګټلی.

دا د شپږیزې کرېکټ په لیګ کې د سپین غر ټیم دریمه اتلولي وه.

کابل کې د کرېکټ شپږيزه سيالۍ دوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وه، چې نن يې پايله ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG