د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

کرېکټ: نن د مس عينک اتلان د امو نهنګان او کابل بازان د پامير زلمي سره لوبه کوي


شپږيزه کرېکټ سيالۍ
شپږيزه کرېکټ سيالۍ

د کرېکټ د شپږیزې لیګ سيالۍ چې په کابل کې روانې دي، نن پنجشنبه هم دوې لوبډلې يو د بل په وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن د اتصالاتو د شپږیزې لیګ سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلان او د امو نهنګان دغه راز د کابل بازان د پامیر زلمي له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړ شي. دا مهال بست ټیم په لومړي مقام کې دی."

دغه لیګ چې اته لوبډلې په‌کې برخه لري د اګست میاشتې تر پنځمې دوام کوي.

د افغانستان شپږيزه کرېکټ سيالۍ چې کابل کې روانې دي يو شمېر بهرني لوبغاړي هم په‌‌کې لوبيږي.

XS
SM
MD
LG