د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

شپږيزه کې لوبېدونکي پاکستاني لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي


کابل کې شپږيزه ليګ
کابل کې شپږيزه ليګ

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ په لوبو کې د جمعې ورځې تر چاودنې وروسته اوس یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته ویلي، چې د پاکستان کرېکټ بورډ خپل هغه لوبغاړي، چې په دې لیګ کې لوبیدل، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

دغو سرچینو ویلي د دې پرېکړې لامل امنیتي ستونزې په ګوته شوي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان کرېکټ بورد دغه پرېکړه د امنیتي ستونزو له امله کړې.

نوموړی وايي: "ماته په کابل کې د پاکستان قوي سرچینو او دغه شان په لاهور کې د پاکستان کرېکټ بورډ یوې سرچینې دا وویل چې د افغانستان په شپږیزه لیګ کې لوبیدونکي پاکستاني لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دلیل هم په دغه لوبغالي کې تر چاودنې وروسته امنیتي ستونزې ښودل شوي."

شپږيزه چې د کرېکټ تجارتي ليګ دی، هر کال په کابل کې ترسره کېږي.
شپږيزه چې د کرېکټ تجارتي ليګ دی، هر کال په کابل کې ترسره کېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبریال اصف خان هم، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان کرېکټ بورډ په افغانستان کې د جمعې ورځې تر چاودنې وروسته په شپږیزه کرېکټ لیګ کې لوبېدونکي پاکستاني لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

اصف خان لیکلي چې دغه پرېکړه د چاودنې څخه یوه ورځ وروسته شوې ده.

په ورته مهال د افغانستان په کرېکټ بورډ کې هم یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې، پاکستاني لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو په رسمي ډول کرېکټ بورد د ازادي راډیو پوښتنې په دې اړه ځواب نه کړې.

سره له دې چې د شپږیزې په لیګ کې د لوبېدونکو پاکستانيو لوبغاړو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي چې دغه لوبغاړي شاخوا پنځه شپږ کسه وو.

د کابل کرېکټ لوبغالي کې د تېرې جمعې ورځې چاودنې خلکو او لوبغاړو ته زياتې اندېښنې پيدا کړي.
د کابل کرېکټ لوبغالي کې د تېرې جمعې ورځې چاودنې خلکو او لوبغاړو ته زياتې اندېښنې پيدا کړي.

د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک مخکې ازادي راډیو ته ویلي وه، چې په شپږیزه لیګ کې یو شمېر بهرنیان هم لوبېږي خو ډېر جزیات یې نه وو ورکړي.

خو نا تایید شويو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، چې دا پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد، میرحمزه، کامران غلام، اصف اپریدی او خالد عثمان وو.

پاکستاني لوبغاړي وروسته تر دې پاکستان ته ستنېږي چې د جمعې په ورځ د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د لاسي بم برید وشو.

په دې چاودنه کې طالب چارواکو د دوو تنو وژل تایید کړل، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي او په کابل کې د ياکستان سفر وویل، پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي چې دوی خپل دغه ټویټونه ورسته بیا بېرته لرې کړل.

د پاکستان دغې پرېکړې ته یو شمېر افغانانو په ټولنیزو پاڼو کې غبرګونونه هم ښودلی.

دوی لیکلي، پاکستان باید داسې پرېکړه نه وای کړي، ځکه په خبره یې دا د نورو هغو بهرنیو کسانو پر روحیه چې په دغه لیګ کې ګډون لري منفي اغېز کوي.

XS
SM
MD
LG