د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

له چاودنې یوه ورځ وروسته د کابل کرکټ لوبغالي کې لوبو دوام وکړ


د کابل کرکټ لوبغالی
د کابل کرکټ لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د وړمې ورځې له چاودنې وروسته پرونۍ لوبې په عادي فضا کې ترسره شوې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له پرونۍ لوبې وروسته آزادۍ راډیو ته وویل: "د اتصالات د شپږیزې د کرکټ سیالۍ نن په ډېر ښه انداز او په آرامه فضا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. دا لوبې به د اګست تر پنځمې دوام وکړي او د دې لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ پوره چمتووالی نیولی چې په ډېر ښه شکل سره به انشاالله ترسره شي."

د جمعې په ورځ د شپږیزې د لیګ د لوبو پرمهال په لوبغالي کې دننه یوه چاودنه وشوه چې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دوه کسان یې ووژل.

مخکې له دې چارواکو ویلي و، چې په چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

خو ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي و، چې په دې پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي.

انټونیو ګوټریش دغه پېښه غندلې وه.

ګوټریش په خپله ټویټرپاڼه لیکلي و: "زه د جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي شوې چاودنه کې ۱۹ تنه په کې ووژل شول او نور تلفات یې هم لرل، په کلکه غندم."

همدا ډول ملګرو ملتونو یوه اعلامیه کې د ښاغلي ګوټریش له قوله ویلي و: "پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، په کلکه منع دي."

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم په خپله ټویټرپاڼه په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښودلی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه یې دا پېښه غندلې.

خو خان وروسته له دې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پېښې د شمېرو په اړه د ارقامو خپرول یوازې د دې وزارت مسوولیت وباله او غبرګون یې تُند و، خپل لیکل له ټویټره پاک کړل.

XS
SM
MD
LG