د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۳

شېرپور کې توغندی لګېدلی؛ کابل ښاریان د امنیتي پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار شېرپور سیمه کې د توغندي د لګېدو خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نن یکشنبه سهار د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور توغندی لګېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه ازادي راډیو ته په یو لیکي پیغام کې ویلي: "د کابل ښار شېرپور کې په یو کور باندې راکټ لګېدلی دی کوم تلفات نه لري، کور خالي و، څوک په کې نه وو."

ارشیف: د کابل دارالامان کې د چاودنې وروسته د سیمې انځور
ارشیف: د کابل دارالامان کې د چاودنې وروسته د سیمې انځور

بلخوا ځینې عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي د کابل ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلور لاره کې هم د یوې چاودنې خبره کوي، خو د دوی په خبره د دې لپاره چې چاودنه سهار مهال شوې او پر سړک څوک نه وو، دا چاودنه هم ممکن تلفات ونه لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخګې د جولای په ۲۹مه هم د کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې، د شپږیزې لیګ د یوې سیالۍ په جریان کې هم چاودنه وشوه.

د رسمي شمېرو له مخې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز الکبروف او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په بېلابېلو ټویټونو کې د کرکټ په لوبغالي کې د وژل شویو شمېر ۱۹ کسان یاد کړي وه، خو ښاغلي ګوټریش او منصور احمد خان د طالبانو له لوري د دې خبر تر ردېدو وروسته بېرته خپل ټویټونه پاک کړل.

وروستیو امنیتي پېښو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې د کابل ښار اوسېدونکې نفیسه دانش وايي: "د کابل امنیتي وضعیت مخ خرابېدو دی، حملې کېږي ډلې یې مشخصې نه وي، زموږ اندېښنې شته، دوی طالبان باید خپلې هغه ژمنې عملي کړي کومې یې چې د امنیت د ټینګښت لپاره کړې وې."

د دې ښار بله اوسېدونکې پروانه وايي: "وړاندې هم چاودنې کېدلې اوس هم همدا شان بریدونه او چاودنې کېږي په ځانګړې توګه په جوماتونو او عامه ځایونو کې، نو له دې امله موږ د افغانستان خلک اندېښمن یوو."

طالبانو په وار وار ویلي، چې د خلکو د امنیت د ټينښګت په برخه کې هڅې کوي، خو بیا هم وخت په وخت امنیتي پېښې رامنځته کېږي.

مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په کابل کې د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه کابل ته په ِغځېدلو لارو یې تالاشۍ هم سختې کړي خو لیدل کېږي، چې دې چارې هم کومه ګټه نه ده کړې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG