د سه شنبې ورځې لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او هندوکش ستوري لوبډلو ترمنځ وشوه.
پچه هندوکش لوبډلې وګټه او امو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه او په دې توګه آمو لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۸ منډې وکړې.
هندوکش لوبډلې ونهکړای شول چې په شلو اورونو کې ټاکلی هدف تر لاسه کړي او لوبه یې د ۳ منډو په توپیر وبایلله.
د نن ورځې دویمه لوبه د بُست ساتونکو او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ روانه ده.