د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

خوست کې د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې


ارشیف، د خوست د کرکټ لوبغالی
ارشیف، د خوست د کرکټ لوبغالی

نن د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ د خوست د کرکټ په ملي لوبغالي کې د ۸ ولایتونو د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي.

خوست ته تر اوسه د کندز، بغلان او هلمند ولایتونو لوبډلې رسیدلي او تمه ده چې پاتې لوبډلې به هم په یوه یا دوه ورځو کې دې ولایت ته ورسېږي.

خوست کې د کرکټ لوبه
خوست کې د کرکټ لوبه

د خوست د پرمختیايي کرکټ مدیر یعقوب تڼي ازادي راډیو ته وویل، په دې سیالیو کې د افغانستان د داخلي کرکټ د دوهمه درجې ولایتونو سیالۍ په پام کې دي چې د خوست او کندز د 'بي' لوبډلو په لوبې سره رسماً پیل شوې.

د ده په وینا چې په دې سیالیو کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبېږي چې د ۸ ټيمونو سیالۍ په ننګرهار کې دي او د ۸ نورو لوبډلو لپاره دا لوبې په خوست کې جوړې شوې دي.

د خوست د کرکټ د 'بي' لوبډلې لوبغاړی ګوهر الرحمان په دې اړه چې له دې لوبو يې څه هیلې دي وايي، د خوست په 'بي' لوبډله کې ښه لوبغاړي دي او دی باوری دی چې د دوی لوبډله به اوله درجه ولایتي لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

د خوست یو بل لوبغاړی عابدالله تڼیوال وايي، خوست کې چې د کرکټ ډېر لوبغاړي شته، دا ډول لوبې ورته ډېرې مهمې دي، څو د خوست دویم ټیم هم اول درجه لوبډلو ته لوړ شي.

په دې سیالیو کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبېږي
په دې سیالیو کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبېږي

دی په خوست کې د لوبغاړو د روزنې لپاره د لا زیاتو زمینو په برابرو ټېنګار کوی.

د کندز څخه راغلی لوبغاړی نعمت الله وايي، دویم ځل دی چې خوست ته راځي او خوشاله دی چې د دویمه درجه لوبډلو په یو ورځنیو سیالیو کې لوبېږي.

دی هم دا لوبې ارزښتناکې بولي او وايي، که ويې ګټي نو د اول درجه ولایتي لوبډلو کتار ته به لاره پیدا کړي.

د کرکټ مسوولین وايي، د خوست او ننګرهار له دې لوبو غوره لوبغاړي انتخابیږي او هم څلور بریالي ټیمونه به لومړی درجې ولایتونو لوبډلې ته لاره پیدا کوي.

د دوی په وینا دا لوبې چې د فبروري په ۱۸ مه پیل شوې د مارچ تر ۲یمې به دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG