د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

خوست کې د روژې جام سياليو دوام؛ خوست ځوانان د سنګين پر وړاندې لوبيږي


ارشيف: خوست کې د کرکټ سياليو يو انځور
ارشيف: خوست کې د کرکټ سياليو يو انځور

په خوست ولایت کې د روژې جام سیالیو په دوام، نن د خوست ځوانانو لوبډله د سنګین لوبډلې په وړاندې لوبه کوي.

وړاندې له دې د خوست ځوانانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د ۲۱ مڼډو په توپیر علي اکبر لوبډلې ته ماتې ورکړه او سنګین لوبډلې هم د ۱۸ مڼډو په توپیر له دیګان ځوانانو لوبه وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د کرکټ دا لس اوریز جام چې د روژې میاشتی په لومړۍ نېټه پیل شوی و، ۱۶ لوبډلې په کې سیالي کوي او ۸ لوبډلو نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده.

XS
SM
MD
LG