د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې په مارچ کې شل اوریزې سیالۍ کوي


ارشیف: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ د یوې پخوانۍ لوبې انځور
ارشیف: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د دې لوبو دقیقه نېټه نه ده مالومه، خو د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر عبدالله جان پکتاني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا لړۍ په راروانه مارچ میاشت کې پلان شوې ده.

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د شل اوریزو لوبو په یوه لړۍ کې سیالي سره وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درېیو شل اوریزو لوبو د لړۍ خبره بلاخره پرون د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو له خوا کره شوه.

د دې لوبو دقیقه نېټه نه ده مالومه، خو د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر عبدالله جان پکتاني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا لړۍ په راروانه مارچ میاشت کې پلان شوې ده.

هغه وویل: "له پاکستان سره د درېیو شل اوریزو نړیوالو لوبو د ترسره کولو په اړه باید ووایم چې د پاکستان له کرکټ بورډ سره د نېټو د مشخصولو په تړاو خبرې روانې دي. هیله شته چې په مارچ میاشت کې به افغانستان د دې هېواد کوربه توب وکړي."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دې لړۍ غوښتنه د افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت وروسته له هغه وکړه چې د اسټرالیا کرکټ بورډ د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیزونو له اعلان وروسته له افغانستان سره په راروانه مارچ میاشت کې د پلان شویو درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ لغو کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف
د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف

د اسټرالیا له اعلان وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف متحده عربي امارتو ته ولاړ او هلته یې د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د کرکټ بورډونو له چارواکو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره د اسټرالیا پرځای درې یو ورځنۍ لوبې وکړي، خو پاکستان هغه مهال وویل چې د یو ورځنیو لوبو پرځای د شل اوریزو لوبو پر لړۍ غور کوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي هم پرون تایید کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ به د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، خو ښاغلي سیټي یې هم دقیقه نېټه په ډاګه نه کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG