د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

کرېکټ بورډ: د حکومتونو د پالیسو اختلافات باید سپورټ زیانمن نه‌کړي


د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف
د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د بورډ غړیو ترمنځ نن (پنجشنبه) ځانګړې ناسته ترسره شوې ده.

کرېکټ بورډ ادارې پخپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د دې ناستې پر مهال د ادارې د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ترڅنګ د اسټرالیا له لوري د لوبو ځنډېدو په تړاو د بورډ ممبرانو ترمنځ خبرې اترې وشوې.

د افغان کرېکټ بورډ عمومي رئیس ميرويس اشرف د دې ناستې پرمهال ویلي دي: " اداره په هېواد کې د کرېکټ د غوړېدا او پرمختیا لپاره ډېر غوره فعالیتونه او پلانونه لري چې ورسره به افغان کرېکټ په روان کال کې لا ډېر غښتلی شي."

اسټرالیا د کرېکټ پیاوړی هېواد دی او هر کله یې له افغان کرېکټ بورډ سره همکاري کړې ده.

ښاغلي اشرف له افغان لوبډلې سره د اسټرالیا له لوري د لوبو پرېکون په تړاو ویلي، چې د یاد هېواد د کرېکټ له ادارې سره یې خبرې کړي دي او یادونه یې کړې چې اسټرالیا د کرېکټ پیاوړی هېواد دی او هر کله یې له افغان کرېکټ بورډ سره همکاري کړې ده.

دغه راز د کرېکټ بورډ عمومي رئیس له قوله لیکل شوي: "افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا له غړو هېوادونو سره همېشه د پراخه او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او همدارنګه له ټولو هېوادونو هم مننه کوي چې له افغانستان سره یې تل په اړوند ډګرونو کې همکاري کړې ده."

درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف امارتو کې د کرېکټ نړيوالې شورا له استازو سره ليدنه وکړه.
درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف امارتو کې د کرېکټ نړيوالې شورا له استازو سره ليدنه وکړه.

همدارنګه د بورډ غړیو په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چې اوس مهال په کرېکټ پورې د افغانانو هیلې او خوښۍ تړلي دي او دوی باید له دې خوښۍ بې برخې نه‌شي.

دوی دغه راز وویل، د حکومتونو په پاليسيو کې اختلافات بايد کرېکټ او سپورټ زیانمن نه‌کړي ځکه دا د عامو خلکو لپاره زیان دی.

د یادونې وړ ده چې، د کرېکټ بورډ د عمومي رئیس میرویس اشرف په مشرۍ په دې ناسته کې د کاردان پوهنتون رئیس احمد خالد حاتم، د کام ایر هوايي شرکت مرستیال اتیلا کامګار، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین رحمت الحق فضیل، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي، د کرېکټ بورډ تخنیکي مرستیال الله داد نوري او د کرېکټ بورډ مرستیال روزونکي رئیس احمدزي د بورډ د غړو په توګه ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG