افغانستان
د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلې ۳ شل اوریزې سیالۍ کوي
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سيټي ویلي چې پاکستان او افغانستان به په عربي متحده اماراتو کې درې شل اوریزې سيالۍ ترسره کړي.
سيټي د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال وویل چې د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارې هوکړې ته رسېدلي او دی د پاکستان حکومت اجازې ته منتظر دی.
نوموړي ویلي: "د افغانستان کرکټ له چیرمین او اجرایوي رییس سره زما ملاقات وشو په دوبۍ کې، د هغوی غوښتنه دا وه چې مونږ ته درې مېچونه راکړه، زما موقف دا و چې که د کرکټ نړیوال جام سوپر لیګ سیالۍ ترسره کړو دواړو هېوادونو ته یې ګټه نه شته ځکه نړیوال جام ته مو لار موندلې ده، خو دا چې اسټرالیا له تاسې سره لوبې ونه کړې او ستاسې ډېر تاوان وشو، نو پاکستان او افغانستان به درې شل اوریزې سیالۍ په شارجه کې ترسره کړي."
د پاکستان کرکټ مشر زیاتوي چې دا سيالۍ به د «پاکستان سوپر لیګ» تر سیالیو وروسته ترسره کېږي او له لوبو څخه لاسته راغلې ګټه به دواړه بورډونه په شریکه تقسیموي.
نجم سيټي همدارنګه ویلي چې تر دې دمه د پاکستان حکومت له لوري اجازه نه ده ورکړل شوې، خو په وینا یې، ډاډه دی چې حکومت به د سیاليو لپاره ډېر ژر اجازه ورکړي.
وروسته له هغې چې اسټرالیا له افغانستان سره په مارچ میاشت کې له لوبو کولو انکار وکړ، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې وویل ډېر ژر به له پاکستان سره یوه لوبلړۍ اعلان کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ نن (چهارشنبې) کابل ته ولاړ
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکسياڼه کې کابل ته د الکسي اوورچوک د رسېدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي د هغه د سفر هدف له افغانستان سره د روسیې د تحارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د طالبانو له چارواکو سره خبرې دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د روسیې د صدراعظم د مرستیال هرکلی وکړ.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او له هغه راهیسې یې ورسره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
یونسکو: پر زدهکړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بېبرخې کوي
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بېبرخې شي.
د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زدهکړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نهلري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.
د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نهده شامله شوې.
جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زدهکړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نهشي نیولی.
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ورسېده
د بنګلهدېش او پاکستان او د افغانستان او هند تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د ۱۹ کلونو جام په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د بنګلهدېش او پاکستان لوبډلې سبا لومړۍ نیمه پایلوبه وکړي.
دوهمه نیمه پایلوبه به د افغانستان او هند ترمنځ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) وي.
افغانستان د «بي» ګروپ د جدول د لومړي ټیم په توګه او پاکستان د «اې» ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.
افغانستان په دې سیالیو کې د خپل ګروپ درې واړو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.
له بلې خوا په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه کې پیل شي.
د دوی لومړۍ ټېسټ لوبه د دوشنبې په ورځ بېنتیجې پای ته ورسېده.
له لیبیا څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون (چهارشنبه) وویل، په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان د قاهرې په ښار کې د طالبانو د سفارت په همکارۍ خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغانان هم خوشې شي، خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت او په دغه هېواد کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نهدی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا ختیځې ادارې د اکټوبر په ۲۸مه د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د هغو کسانو د ایستلو اعلانیې وکړ چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې کډوال له خپلسرو نیونو، شکنجې، انساني قاچاق او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.
رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربهکار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجهبندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.
رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.
نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.
دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجهبندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.
ټاکل شوې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته لاړ شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک د یو جګپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.
د دې سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دي.
روسیه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع ډلو له لېست څخه لیرې کړل.
د خوړو او کرنې سازمان FAO: افغانستان کې سلګونه زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO وايي په افغانستان کې څه دپاسه ۱ میلیون او ۷۲۵ زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په ۲۰مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې بزګران په ځانګړې توګه د کیمیاوي سرې د بیو له لوړ والي زیانمن شوي دي.
دغې ادارې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۶ ملیونو ډالرو په ارزښت اروپايي اتحادیې سره یوه ګډه پروژه پیل کړې.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې هند سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط یې کوربه دی، په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.
افغانستان کې رسني رپوټ ورکوي چې د روسیې مرستیال صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي
افغانستان کې رسنیو نن چهارشنبې د بهرنیو چارو وزارت دمرستیال ویاند ضیاء احمد تکل له قوله رپوټ ورکړ چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک دیو لوړ رتبه اقتصادي پلاوي په مشری د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي.
ښاغلی تکل زیاتوي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.
روسي رسنیو د دغه خبر تر خپرویدو په دې هکله څه نه و ویلي.
روسیه یوازنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تیر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.
د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.
د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښارهیې د غځولو کار لا پاتې دی.
ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.