د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د پکتیا ځدراڼ مېشتي: د ژوند بنسټيزې اسانتياوې نه‌لرو


د پکتيا ولايت، انځور - ارشيف
د پکتيا ولايت، انځور - ارشيف

د پکتیا ولایت د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو (شواک-ګرده څېړۍ-وزي ځدران) اوسېدونکي وايي، چې دوی د څښاک د پاکو اوبو، روغتیا، پوهنې، کرنې، سړکونو او د ژوند په نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

که څه هم یادې درې واړه ولسوالۍ د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي، خو درې يې یو بل لوري ته غځېدلي او خلک يې د غرونو په سرونو او ډډو کې ژوند کوي.

دوی وايي، په تېر کې جګړې او ګواښونه د دې لامل شوي وو، چې د دوی سیمې د بنسټیزو پروژو له پلي کېدو بې برخې پاتې شي.

هیله مو داده چې ځدراڼ میشتو ولسوالیو ته توجه وشي

ځدراڼ مېشتي په ځانګړې ډول له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې اوس‌مهال دې دوی ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.

د شواک اوسېدونکي نورخان ازادي راډيو ته وویل، د ژوند په هېڅ برخه کې لازمې اسانتیاوې نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه: "د ځدارڼو وزي ولسوالۍ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د نورو سیمو په پرتله لس سلنه کار هم نه‌دی شوی، هیله مو داده چې ځدراڼ مېشتو ولسوالیو ته توجه وشي، ښوونځیو ته دې پام وشي، د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته دې پام وشي، خلک بې‌کاره دي او په کیلینکونو کې يې د اړتیا وړ درمل نه‌شته."

د ګردې څېړۍ ولسوالۍ خلک وايي، د ژوند له اساسي اسانتياو بې‌برخې دي.
د ګردې څېړۍ ولسوالۍ خلک وايي، د ژوند له اساسي اسانتياو بې‌برخې دي.

د ځدراڼ مېشتو سیمو اوسېدونکو وویل، خپلې ستونزې په رسمي او غیر رسمي ډول له نړیوالو بنسټونو او حکومتي ادارو سره شریکې کړي، خو د دوی مشکلاتو ته رسېدنه نه‌ده شوې.

د شواک ولسوالۍ قومي مشر ادم خان وايي، د دوی تر ټولو مهمه اړتیا د پاکو اوبو برابرول دي، ځکه په دې پورې د کورنیو د غړو روغتیا تړلې ده.

نوموړی زیاتوي، دوی په غرونو کې اوسیږي او تر اوسه ورته سړکونه نه‌دي جوړ شوي، که کوم ناروغ له غره څخه لارې ته راکوزوي، نو ډېر وخت ورباندې تېرېږي او د ناروغ تکلیف ورسره ډېرېږي.

د ښوونځيو د ودانیو اساسي ترمیم د پکتیا او حتی د هېواد په کچه د ښوونې روزنې په برخې له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي.

د شواک د شبک خېلو د کلي اوسېدونکی رحیم چې د یو ښوونځي زده‌کوونکی دی وايي، د دوی د ښوونځي د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شوه، خو ښوونځی يې اساسي ترمیم ته اړتیا لري.

دی زیاتوي، په ښوونځي کې يې مسلکي ښوونکي لږ دي او همدارنګه مېزونه، چوکۍ کتابونه او نور وسایل هم نه‌لري.

یو بل زده‌کوونکی عثمان بیا د وزي ځدراڼو اوسېدونکی دی، نوموړی وايي، دوی ته د ښوونځي وداني ترمیم شوه، خو د نورو ځدراڼ مېشتو سیمو په‌شان د پوهنې هره برخه يې له ستونزو ډکه ده.

دی هم وايي، ښوونځي يې په وروستیو جګړو کې زیانمن شوي او غوښتنه يې داده چې د نورو رغنیزو چارو په خوا کې د ټولو ښوونځي اساسي ترمیم ته پاملرنه وشي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي بیا وايي، د نړیوالو بنسټونو په مرسته په وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولسوالیو کې یولس بابه ښوونځي په اساسي ډول ترمیم شوي، خو لا هم لسګونه نور ښوونځي رغونې ته اړتیا لري.

د سيمې خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د ستونزو په حل کې دې ورسره مرستې وکړي.
د سيمې خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د ستونزو په حل کې دې ورسره مرستې وکړي.

د پکتیا د پوهنې رئیس وکیل خالد وویل، د دوی د فني او تخنیکي ټیمونو د سروې پر اساس اتیا بابه ښوونځي باید ترمیم شي، چې د ده په وینا راتلونکی کال به ورباندې کار پیل شي.

نوموړی زیاتوي، یاد ښوونځي ځینې د اړوند وزارت او یو شمېر يې هم د یونېسف په ګډون د یو شمېر همکارو مؤسساتو له‌خوا ترمیمیږي.

بل لوري د پکتیا د کلیو پراختیا رئیس میرزاجان صادق وايي، دوی ملي او نړیوالو بنسټونو او مؤسساتو ته وړاندیزونه کړي، تر څو په هغو سیمو او ولسوالیو کې چې خلک يې په ځانګړې ډول د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو په برخو کې ستونزې لري، په راتلونکې لمریز کال کې هغو سیمو کې بېلابېلې پروژې پلي کړي او د امکاناتو په شتون کې خلکو سره د دوی د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرستې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG