د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلان: درې سمېستره بدل اعاشه نه‌ده راکول شوې


د پکتيا پوهنتون ودانۍ
د پکتيا پوهنتون ودانۍ

د پکتیا پوهنتون یو شمېر محصلان وايي، چې نه لیلیه لري او نه ورته دا درې سمېستره بدل اعاشه ورکړل شوې، چې له کبله يې یو شمیر محصلینو خپلې زده کړې په نیمايي کې پرې ايښي دي.

د پکتیا پوهنتون دوو تنو محصلینو عبدالرحمان وحدت او حسیم الله نجیب ازادي راډيو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له کبله یو شمېر هغو محصلانو څخه هم پوهنتون پاتې شوی، چې دویم، درېیم ټولګي ته رسېدلي وو.

دوی غوښتنه کوي، چې محصلانو ته دې یا لیلیه فعاله شي او یا دې قانوني بدل اعاشه ورکړي، تر څو د خوراک او اوسېدو ستونزې يې ورباندې څه نا څه حل شي.

د پکتیا پوهنتون یو بل محصل محبت خان وايي، په دې وروستیو کې د خلکو اقتصاد هم کمزوری شوی او د کورنۍ له هغو غړو سره يې مالي ملاتړ ته وس نه رسیږي، چې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

نوموړی زیاتوي: "محصلان ډېر غریبان دي، د کورنیو اقتصادي ملاتړ نه‌لري، دا څو سمېستره چې دوی ته د بدل اعاشې پیسې نه دي ورکړل شوي، دوی له خوراکي ستونزو او د ځای د نه‌شتون له ستونزو سره مخامخ دي، کرایې نه‌شي ورکولای، ډېرو محصلانو پوهنتون پرېښود، یا يې تاجیل واخیست یا يې وویل چې موږ پوهنتون ته رسیده‌ګي نه‌شو کولای."

ډېری محصلانو د ليليې د نه‌درلودلو له امله پوهنتون پرېښی دی.
ډېری محصلانو د ليليې د نه‌درلودلو له امله پوهنتون پرېښی دی.

د طب پوهنخي د پنځم کال محصل رحیم خان پکتین بیا وايي، د پکتیا پوهنتون د محصلانو لپاره د لیلیې د ودانیو چارې د جمهوریت په تېر نظام کې ۹۵ سلنه ترسره شوي، خو د محصلانو په واک کې نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړي وویل، داسې محصلان شته، چې د خپلو ملګرو په لږه اندازه نقدي مرستو وخت تېروي، خو د ده په خبره که د نورو ولایتونو په شان دلته هم لیلیه فعاله شي، نو د محصلانو ستونزې به ورسره کمې شي.

بل لوري ته چارواکي وايي، د محصلانو د لیلیې د نه‌شتون ستونزه دا نولس کاله د پوهنتون د تاسیس له وخته پیل شوې او تر اوسه په خپل ځای پاتې ده.

پکتيا پوهنتون په خپلو نهو بیلابیلو پوهنځیو کې شاوخوا اوه زره محصلین لري، چې تر پنځه سوه پورې يې نجونې دي.
پکتيا پوهنتون په خپلو نهو بیلابیلو پوهنځیو کې شاوخوا اوه زره محصلین لري، چې تر پنځه سوه پورې يې نجونې دي.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده وویل، د بدل اعاشې لپاره بودیجه ورکړل شوې او په نږدې راتلونکې کې به پر مستحقو محصلینو وویشل شي.

"الحمدالله دغه بودیجه موږ ته رارسېدلې ده، بوديجوي مسایل معمولاً یو خاص او شفاف مېکانېزم غواړي چې د هغې له مخې باید وویشل شي"

نوموړي زیاته کړه: "ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به پکتیا پوهنتون خپلو محصلانو ته هغه پیسې چې بدل اعاشې په خاطر راغلي هغه به ورته ووېشي او له دې وروسته به دا پروسه نورمال حالت ته راځي."

د یادونې وړ ده چې د پکتیا پوهنتون له جوړېدو نولس کاله تېریږي، دا مهال په خپلو نهو بېلابېلو پوهنځیو کې شاوخوا اووه زره محصلان لري، چې تر پنځه سوه پورې يې نجونې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د پکتیا پوهنتون څلور زره محصلان د لیلیې مستحق دي، چې نه لیلیه لري او نه يې دا درې سمېستره بدل اعاشه ترلاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG