د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له‌خوا د معترضو مېرمنو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې


انځور - ارشیف
انځور - ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام اندېښنې ښودل شوي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې: "په تېرو دوه اونیو کې د ظریفې یعقوبي او یو شمېر نورو معترضه مېرمنو نیول کېدل دا ښيي چې طالبان د خلکو هغه حق ته چې کولای شي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي نقض کړی."

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره د غږ پورته کول د ټولنې د هر وګړي حق دی خو طالبانو په وروستیو کې د معترضه مېرمنو په نیولو سره دغه ساحه تر ډېره محدوده کړې ده.

طالبان د خلکو هغه حق ته چې کولای شي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي نقض کړی."

د دې سازمان په باور، د طالبانو دغه کړنه نه یوازې دا چې د مېرمنو غږ نه‌شي چوپ کولای بلکې ددغې چارې اغېز پر ټولنې زیات دی.

له بلې خوا بیا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان "د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي" په نوم غیر رسمي غونډه کې امریکا او برېټانیا هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ او همدا راز د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا سیاسي همغږی کوونکی فرګس ایکرسلي هم ویلي چې، طالبانو له ترهګریزو ډلو سره او همدا راز د دوی په وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او دا به د دې لامل شي چې طالبان ژر په رسمیت ونه پېژندل شي.

"موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي "

خو د طالبانو حکومت بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوی کړې ژمنې پوره کړي او نړیوال هېوادونه دې په واقیعت ولاړ قضاوت وکړي.

ددې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي او د افغانستان په اړه مثبت لید لوری ولري، دغه اعتماد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په رغولو کې مثبت رول لوبولی شي، که کله هم د اعمتاد فضا وي بیا هغه سوی تفاهمونو او ذهنتونه چې دي هغه تغیر کوي."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

دا اندېښنې په داسې حال دي چي طالبانو دوه اونۍ وړاندې د یو شمېر متعرضه مېرمنو د نیول کیدو ترڅنګ تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټي ځایونو کې د مېرمنو ورتګ منع کړ چې د طالبانو دغه پرېکړه له ګڼو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

XS
SM
MD
LG