د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۵

د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ؛ زابل کې جومات د نجونو زده کړو لپاره وقف شوی

د زابل په کاکړو کې یو جومات چې خلکو تازه د نجونو زده کړو لپاره ځانګړی کړی.
د زابل په کاکړو کې یو جومات چې خلکو تازه د نجونو زده کړو لپاره ځانګړی کړی.

د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

که له یوې خوا دامهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی تړلي، خو له بلي خوا په زابل کې د یوه کلي اوسېدونکو د خپل کلي جومات د نجونو د زده کړو لپاره وقف کړی څو راتلونکي کې ښځینه ډاکترې ورته وروزي.

د زابل د کاکړو ولسوالۍچې هېڅ ښځینه ډاکتره نه لري د سیمې اوسېدونکي یې وايي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ډېر کله یې ناروغان د ښځینه ډاکترې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG