د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

مارنینګ سټار: په افغانستان کې د ښځو مصیبت د امریکا له بندیزونو سره زیات شوی

آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

مارنينګ سټار:

مارنینګ سټار ورځپاڼې د افغان ښځو پر بدې ورځې لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی: "په افغانستان کې د ښځو مصیبت د امریکا له بندیزونو سره زیات شوى" راغلي په افغانستان کې اقتصادي بحران د ژورېدو لور ته روان دی، د لوږې او بېوزلۍ ډېرېدو د دغه هېواد ښځې له سخت وضعیت سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه وايي، د امریکا له لوري لګول شویو بندیزونو او د طالبانو له خوا منظمو محدودیتونو یوازې د افغان ښځو او نجونو کړاوونه زیات کړي دي.

مارنینګ سټار ورځپاڼه لیکي، هماغسي چې ملګروملتو ویلي، په افغانستان کې لږترلږه ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي.

د یونېسیف د پروګرام ګروپ د ماشومانو د خوندیتوب رييس کورنیلیس ویلیمز ویلي، د افغان نجونو نهیلوونکې او تیاره راتلونکې له هغوی څخه د سودا وسایل جوړ کړي او کورنۍ یې اړ ایستلي چې په کم عمر یې واده کړي.

ورځپاڼه ریاتوي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېر شمېر افغان ښځو، چې سوداګري یې کوله، کاروبار درولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باچلې د جولای په لومړۍ نېټه وویل، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي کاروبار درېدلی او ۱۲ لکه نجونې له شپږم ټولکي پورته زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

ورځپاڼې د طالبانو د علماوو وروستۍ غونډې ته هم اشاره کړې چې هېڅ ښځې په کې ګډون نه درلود او د بشري حقونو فعالانو په دې خاطر وغندله.

د اوچا انلاین خپرونه:

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپله انلاین خپرونه کې د وچکالۍ، زلزلې او نورو طبیعي پېښو له کبله زیانمن شویو افغانانو ته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام د مرستو د پلان په اړه لیکنه خپره کړې ده.

له دې لیکنې سره سم، فاو یا د خوړو او کرنې پروګرام غواړي د افغانستان په هغو سیمو کې، چې وچکالۍ، ژور اقتصادي بحران او د وروستۍ مرګونې زلزلې ویجاړوونکو اغېزو له کړاوونو سره مخامخ کړي دي، د کرنې په برخه کې د کلیوالو ملاتړ وکړي چې د خوراکي موادو له مصونیته برخمن شي.

د اوچا د خپرونې پر اساس، د جاپان په ۱۴ میلیون ډالره تازه مرسته به د افغانستان په یوولس ولایتونو کې څه باندې ۵۵ زره تنو ته، چې له لوږې سره مخامخ دي، په مستقیم ډول بشري مرستې برابرې شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG