د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د پاکستان تر ټولو کم عمره بهرنیو چارو وزیر لوړه وکړه


بلاول بوټو
بلاول بوټو

بلاول زرداري بوټو د پاکستان په نوي ايتلافي حکومت کې د بهرنیو چا رو وزیر په توګه لوړه وکړه.

بلالول بوټو، چې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوی دی، اوس د پیپلز ګوند مشري په غاړه لري.

د ده نیکه ذوالفقار علي بوټو هم د پاکستان صدراعظم او یوه موده د بهرنیو چارو وزیر و.

ذوالفقار علي بوټو
ذوالفقار علي بوټو

دی، چې ۳۳ کلن دی، د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره د بهرنیو چارو وزیر ګڼل کېږي.

ویل کېږي، چې د بهرنیو چارو وزارت د چوکۍ پر سر د پاکستان د ايتلافي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف و.

په دې حکومت کې د بېلابېلو ګوندونو غړي برخه لري خو دې ته په پام چې د مسلم لیګ نون ډله او پیپلز ګوند په پارلمان کې تر نورو ډېرې چوکۍ لري، په حکومت کې زیاته برخه هم د دوی په منځ کې وېشل شوې ده.

بلال بوټو په ۲۰۰۷ م کال د خپلې مور بېنظیر بوټو له وژل کېدو وروسته په داسې حال کې د ګوند مشر شو چې ۱۹ کلن و.

دی د پاکستان په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې، چې په ۲۰۱۸ کې وشول، د سند صوبې له لړکانې څخه د پاکستان ملي جرګې ته بریالی شو.

ده وروسته د مسلم لیګ له نون او نورو ګوندونو سره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د حکومت د پرزولو لپاره لاس یو کړ.

ویل کېږي، چې بلاول بوټو د خپل نیکه ذوالفقار علي بوټو په شان هیله لري چې د پاکستان صدارت ته ځان ورسوي.

ذوالفقار علي بوټو د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال ایوب خان په حکومت کې لومړی د بهرنیو چارو وزیر وګومارل شو او له دې چوکۍ څخه یې صدارت ته لاره هواره کړه.

بلاول بوټو هم د خپلې مور بېنظیر بوټو په شان د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کړي دي.

بېنظير بوټو
بېنظير بوټو

د پیپلز ګوند یوې بلې غړې حنا رباني کهر مخکې لا د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې په توګه دنده پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG