پرون د روسیې د ملي امنیت شورا منشي پهداسې حال کې کابل ته لاړ چې، تر دې وړاندې د چین ځانګړي استازي د کابل او د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګی شویکو پرون (دوشنبې) په کابل کې د طالبانو د حکومت د ريیسالوزرا له مرستیالانو او دفاع وزیر سره جلا جلا ولیدل.
سره لهدې چې مسکو د طالبانو حکومت لا هم په رسمیت نهپېژني او په زغرده وايي چې، لا دې ته ډېر وخت پاتې دی چې پهدې اړه خبرې وشي، د دواړو خواو ترمنځ اړیکې په نسبي ډول نژدې دي.
د طالبانو د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت دفتر اعلان کړی چې، پهدې کتنه کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، تجارت، ترانزیت، او پانګونې پهڅېر موضوعاتو باندې خبرې شوي دي.
د ملا برادر د دفتر په وینا، دغه روسي مقام د ولادیمیر پوتین په لارښوونه کابل ته راغلی و او پهدې سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی او د صدراعظم مرستیال یې ملتیا کړې ده.
ملا برادر له شویګو سره په خبرو کې وویل، د دوی د حکومت بهرنی سیاست پر اقتصاد متمرکز دی او د هېواد امنیت او ثبات افغانستان د سیمې د اقتصادي همکاریو مرکز ګرځولی دی.
د طالبانو له قوله، شویګو پهدې کتنه کې ژمنه کړې چې مسکو به طالبان د تور لېست څخه وباسي.
"د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې د هېوادونو او د نورو هېوادونو لپاره د قبول وړ نهدی او هغوی ته یې تشویشونه ایجاد کړي ديشاه محمود مياخېل
همدارنګه، دواړو خواو موافقه وکړه چې د تجارت، ترانزیت او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړه کړي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي پهداسې حال کې کابل ته سفر وکړ چې، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په تړاو سیاسي تحرکات زیات شوي دي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته له سفر وروسته په کابل کې له طالب چارواکو سره ولیدل، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي له بېلابېلو طالب چارواکو او همداراز د چین له استازي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني مرستیال او د سیاسي چارو د شنونکي شاه محمود میاخېل په نظر دا سیاسي هلې ځلې د افغانستان په اړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو د اندېښنو ښکارندوی بولي.
نوموړی وايي: "د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې د هېوادونو او د نورو هېوادونو لپاره د قبول وړ نهدی او هغوی ته یې تشویشونه ایجاد کړي دي، هر هېواد د افغانستان له موده وضعیت څخه په ویره کې دی او دوی فکر کوي که دا وضعیت په همدې ډول دوام وکړي د دوی هېوادونو ته هم د ناامنۍ لړۍ غځېږي، نو دا هلې ځلې پهدې خاطر دي چې که یوه اجماع رامنځته شي نو دا به لاره دې ته پیدا کړي چې په افغانستان کې یو مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي. البته اوس هم پهدې برخه کې د سیمې د هېوادونو او هم د افغانانو په خپل منځ کې د نظر اختلاف شته، خو د امریکا د نوي حکومت د کار له پیلېدو سره ممکن نوي فرصتونه رامنځته شي او دا وروستۍ هڅې هم لهدې مسئلې سره تړاو ولري."
خو د طالبانو د معلوماتو پر اساس د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د افغان ترانس پروژې، چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره د ریللارې په وسیله وصلوي، ملاتړ وکړ او ویې ویل چې، روسي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو، کرنې او ترانسپورت په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
د طالبانو د ريیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له شویګو سره په کتنه کې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي په سیمهییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
دا هغه ژمنه چې طالبانو د دوحې په تړون کې کړې او د سیمې اونړۍ هېوادونه یې له طالبانو څخه د اجرا کېدو غوښتنه کوي.