د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د پاکستان پوځ: امریکا د عمران خان په ګوښه کېدو کې لاس نه لري


د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان
د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پوځ د خپل هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان دا ادعا رد کړه چې ګنې د امریکا متحدو ایالتونو د نوموړي په ګوښه کېدو کې لاس درلود.

عمران خان د د دې اوونۍ په لومړیو کې د پارلمان له لوري سلب اعتماد شو.

عمران خان په پیل کې ویلي و چې د مخالفانو اقدام یې بهرنۍ دسیسه ده. ده وروسته د تور ګوته امریکا ته ونیوله.

امریکا او د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو په ځلونو دا ادعا رد کړې ده.

عمران خان په لومړیو کې د عدم اعتماد رایې مخه ونیوله او ویې ویل چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د ده خلاف دسیسه تایید کړې ده.

خو د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال بابر افتخار د دې ادعا د ردولو په ترڅ کې پرون پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې د حکومت خلاف د بهرنۍ دسیسې اصطلاح نه ده کارول شوې.

افتخار زیاته کړه، پوځ په دې غونډه کې خپل دریځ څرګند کړ او بیا یې یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کې د غونډې پایلې په زغرده بیان شوې وې.

ده په دوام کې وویل، ښکاره لیدلی شئ چې ایا د دسیسې لفظ په اعلامیه کې شته او که نه شته.

عمران خان د ملي امنیت شورا غونډه د دې لپاره وربللې وه چې لیک د پوځ له مشرانو او د امنیت شورا له نورو غړیو سره شریک کړي. دا لیک د عمران خان د ادعا پر اساس په امریکا کې د پاکستان سفیر وراستولی و.

ده همداراز ادعا کړې وه چې د سفیر په لیک کې ویل شوي و چې یوه امریکايي چارواکي ورته ویلي چې امریکا روسیې ته د عمران خان پر سفر او له پوتین سره د هغه په کتنې خوابدې ده. عمران خان د فبرورۍ په ۲۴ مه، هغه ورځ چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړ، په مسکو کې له پوتین سره ولیدل.

د پاکستان د ملي جرګې د غړیو له لوري د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د دوشنبې په ورځ د مسلم لیګ د نون ډلې مشر شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه غوره کړ.

XS
SM
MD
LG